ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت کې له بهرنیو استازولیو سره د تعامل په اړه د پوهاوي او همغږۍ غونډه وشوه

بهرنیو چارو وزارت کې له بهرنیو استازولیو سره د تعامل په اړه د پوهاوي او همغږۍ غونډه وشوه

author avatar
14 Jul 2023 - 23:06
بهرنیو چارو وزارت کې له بهرنیو استازولیو سره د تعامل په اړه د پوهاوي او همغږۍ غونډه وشوه
author avatar
14 Jul 2023 - 23:06

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت له لوري له بهرنیو استازوليو سره د امارتي ادارو د تعامل په اړه د پوهاوي او همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شوه، د اسلامي امارت د ټولو وزارتونو، عمومي ریاستونو او خپلواکو ادارو د دفترونو رئیسانو او بهرنیو اړیکو مسوولینو ګډون کړی و.

‏په غونډه کې د اسلامي امارت مشرتابه د وروستي فرمان او کابینې د پرېکړې له مخې، له بهرنیو استازولیو سره د تعامل او رسمي سفرونو اړوند لارښوونې پکې شوې، د ښه تعمیل په موخه د دولتي ارګانونو له لوري له بهرنیو هېوادونو او استازولیو سره د ملاقاتونو، رسمي سفرونو او تړونونو لاسليکولو قانوني مراحل تشریح او په اړوند برخو کې د همغږۍ پر وړاندې شته ستونزې او حل‌لارې یې په تفصیل سره ذکر شوې او د مشرتابه له فرمان سره مل په لیکلې بڼه پر ګډونوالو ووېشل شول.

د مجلس ګډونوالو د همغږۍ او پوهاوي په موخه دغه دايره شوې غونډه د چارو د انسجام او تنظیم لپاره ګټوره وبلله، ‏د ازاد بحث له لارې یې خپل وړاندیزونه او مشورې مطرح او د تطبیق په موخه یې هر اړخیز بحث وشو.

دوی دغه راز د دا ډول غونډو د دوام غوښتنه وکړه او د پوهاوي لپاره یې ګټورې وبللې.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.