ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

author avatar
15 Jul 2023 - 11:45
ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي
author avatar
15 Jul 2023 - 11:45

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

مسوولين وايي، ټکر د موټرسايکل او رېکشې ترمنځ شوی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۴مه‌ پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر د جلال‌اباد ښار اوومې ناحيې اړوند د سرخاب پله سيمه کې د يوه موټرسايکل او رېکشې ترمنځ ټکر شوى دى.

هغه وايي چې په پېښه کې موټرسايکل‌چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی او په رېکشه کې سپاره څلور کسان ټپيان شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد ميرويس پژواک ته وويل، پېښه د چلوونکو د‌ ګړندي تګ له امله وشوه.

هغه زياته کړه، ټپيان او مړی د ځايي امنيتي مسوولينو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.