ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې مچۍ‌لرونکي هېواد ته د بې‌کیفیته شاتو مخنیوي غوښتنه کوي

هرات کې مچۍ‌لرونکي هېواد ته د بې‌کیفیته شاتو مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
16 Jul 2023 - 14:30
هرات کې مچۍ‌لرونکي هېواد ته د بې‌کیفیته شاتو مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
16 Jul 2023 - 14:30

هرات (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲ ): هرات کې مچۍ‌لرونکي او د شاتو تولیدوونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د بې‌کیفیته وارداتي شاتو د شتون او د خپلو محصولاتو بازار پیکه‌والي په اړه اندېښمن دي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په بازارونو کې د ناخالص او ټيټ‌کیفیت شاتو شتون تاییدوي خو ټینګار کوي چې هېواد ته د وارداتي او بې‎کیفیته عسلو مخنيوي برخه کې کوټلي او عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

په هرات کې د شاتو یوې تولیدوونکې مسلمې حاجي‌زاده پژواک ته وویل چې د خپل کور په زرغونه فضا کې په طبیعي ډول د شاتو په چمتو کولو بوخته ده.

هغه زیاتوي، خپل کاروبار مې د شاتو له درې صندوقه مچیو پیل کړی او اوس یې مچۍ ۳۰ صندوقونو ته رسېدلې دي.

د نوموړې په خبره، ۳۰۰ صندوقه مچۍ ساتلی شي، خو تر اوسه یې کوم بنسټ مالي ملاتړ نه دی کړی او د دغه ولایت د کرنې ریاست د اړتیا پر مهال یوازې مشوره ورکړې ده.

حاجي‌زاده د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار نشتوالي او په هرات کې د بې‌کیفیته شاتو شتون په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ټيټ‌کیفیته عسلو شتون په بازار کې د طبیعي شاتو بازار خرابوالي لامل ګرځي.

هغه د هرات کرنې له ریاسته غواړي چې د شاتو تولیدوونکو پر ملاتړ سربېره په هېواد کې د بې‌کیفیته او وارداتي شاتو مخنیوی وکړي.

هغې زیاته کړه: «له بده مرغه د وارداتي او بې‌کیفیته شاتو ستونزه له پخوا راهیسې موجوده ده، تر اوسه نه ده هواره شوې، دغه کار د طبیعي شاتو بیې ټیټېدو لامل شوی؛ د هرات طبیعي او وارداتي عسلو ترمنځ باید تفکیک وشي څو پېرېدونکی د طبیعي شاتو پر ځای بې‌کیفیته شات ونه‌ پېري.»

یو شمېر شات پلورونکي هم  په هرات کې د عسلو د پلور بازار له پيکه‌کېدو شکایت کوي او وايي چې مخکې د شاتو بازار ښه و او خلکو په ورځنیو خوړو کې هم شامل کړي وو، خو اوس هغسې نه ده.

یوه عسل پلورونکي عبدالرووف پژواک ته وویل، مخکې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او هر چا به پېرل، خو اوس خلک لږ شات اخلي او د پلور بازار یې ډېر خراب دی.

هغه زیاته کړه، بې‌کیفیته شاتو د طبیعي شاتو د پلور بازار خراب کړی دی.

بل‌‌خوا، د هرات د کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر انجنیر خلیل‌احمد بهمنش له پژواک سره خبرو کې وویل، مخکې به په زیاته اندازه بې‌کیفیته شات له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته واردېدل، خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د بې‌کیفیته شاتو د وارداتو مخنیوي برخه کې جدي اقدامات شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د شاتو کمښت له امله له بهرنیو هېوادونو د عسلو وارداتو ته زمینه برابره شوې او دغه کار د دې لامل شوی چې د ټیټ ‌کیفیت شات هم بازار ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هرات ولایت کې د مچیو ۳۵ زره صندوقونه شته چې په دې برخه کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې ده، ډېر عسل د یاد ولایت په انجیل، پښتون‌زرغون، کرخ او ګذره ولسوالیو کې تولیدیږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.