منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا تعرفو ته د ځواب ویلو لپاره د چین، جاپان او سوېلي کوریا هوکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، چین، جاپان او جنوبي کوریا هوکړه کړې چې د امریکا سوداګریزو تعرفو ته به په ګډه ځواب وايي.

رویټرز نن (سه‌شنبه) راپور ورکړی چې چین، جاپان او جنوبي کوریا هوکړه کړې چې د امریکا سوداګریزو تعرفو ته به درې واړه هېوادونه په ګډه ځواب وايي.

سرچینې ويلي، دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې یادو درېیو واړو هېوادونو د سوداګرۍ په اړه خپلې لومړۍ خبرې وروسته له پنځو کلونو د یک شنبې په ورځ ترسره کړې.

سرچینې لیکلي، دغه خبرې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې، هغه هم په داسې شرایطو کې چې اسیايي صادروونکي هېوادونه ځانونه د امریکا د ولسمشر له خوا له وضع شوو تعرفو سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي.

د یادو درې واړو هېوادونو دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ وروسته له هغه چې بیاځلي د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د ځینو هېوادونو پر وارداتي توکو یې تعرفې لوړې کړې.