ژبه

د هرات ښاروالي: د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې مو ۱۹۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

هرات (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د هرات ښاروالۍ د روان کال په لومړۍ ربع کې د ۱۹۰ میلیون افغانیو راټولو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې دغه عواید باید پر پراختیايي پروژو ولګول شي.

د یادې ادارې ویاند محمدناصر ارمل پژواک ته وویل، د هرات ښاروالۍ ریاست د روان هجري لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له خپلو عایداتي سرچینو د پام وړ عواید ترلاسه کړي چې څه باندې ۱۹۰ میلیون افغانیو ته رسیږي.

هغه زیاته کړه: «دغه عواید د هرات ولایت په کچه د ښاري خدمتونو د محصول، د ښار داخلي دروازو، د کورونو صفایۍ محصول، سوداګریزو سیمو، د لوحو، او د دغې ادارې د جوازونو او ملکیتونو د محصول له درکه راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.»

په ورته مهال، د هرات د لومړۍ ناحیې د سید اختر سړک اړوند سیمې اوسېدونکی شفیع‌الله ظاهري وايي، د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست پر وخت له خلکو سره خپل مالي حسابونه تصفیه کوي، خو په بېلابېلو ناحیو کې ډېری کوڅې شته چې تر اوسه نه دي پخې شوي.

نوموړي زیاته کړه، خلک په ښار کې لا زیاتو اسانتیاوو ته اړتیا لري او په دې اړه باید د یو منظم پلان له مخې ښاروالۍ د خلکو له ستونزو ځان خبر او پر وخت رسېدنه ورته وکړي.

هغه ټینګار کوي چې د هرات ښاروالۍ باید د خپلو عوایدو ډېری برخه د دغه ولایت پر پراختیایي پروژو او د ښار په ښکلا ولګوي.

د یادونې ده چې هرات‎ ولایت ښاروالۍ مخکې ویلې وو، په پام کې لري د روان مالي کال تر پایه له خپلو عایداتي سرچینو شاوخوا یو میلیارد افغانیو راټولې کړي او په دغه ‎ولایت کې تر ۲۰۰ وړې او لویې بیخ‌بینايي پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپاري.