جلالاباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسلهواله شخړه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
مسوولين وايي، دغه پېښه د ځمکې پر سر له لفظي شخړې وروسته شوې او د دواړو خواوو څو کسان د امنيتي مسوولينو له خوا نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ په ترکو کلي کې د عزتالله او رحمتالله کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر وسلهواله شخړه شوې ده چې په پایله کې یې اووه کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، امنیتي مسوولين د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د یادې ولسوالۍ کلینيک ته لېږدولي دي.
د قوماندانۍ وياند دغه راز وايي چې نیول شوي کسان له درملنې وروسته له جنایي جرمونو سره د مبارزې امريت ته سپارل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي انورخان پژواک ته وويل، دواړه کورنۍ د تره زامن دي او له ډېرې مودې راهیسې يې د ځمکې پر سر جنجالونه روان دي.
دی وايي، که د کلي خلکو او امنيتي مسوولينو پر وخت مداخله نه وای کړې، ډېره مرګژوبله به رامنځته شوې وه.
Views: 718
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن