کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وینه بهوونکې تبې یا کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي او له هېوادوالو یې غوښتي چې له دې ناروغۍ ځانونه وساتي او پر وړاندې یې ځانګړي وقایوي تدابیر ونیسي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواچاو) نن د چنګاښ ۲۶مه پر ټویټر لیکلي، وینه بهوونکې یا کانګو ناروغي په افغانستان کې مخ په زیاتېدو ده.
دغه سازمان لیکلي: «ځانونه او خپلې کورنۍ د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي کړئ او لازم احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسئ.»
د ډاکترانو په خبره، وینه بهوونکې تبه یوه وژونکې او میکروبي (ویروسي) ناروغي ده چې له غواګانو، پسونو، وزو او نوريو څارویو سره د تماس له لارې خپریږي.
یاد سازمان ویلي: «دغه ناروغي پر کانګو د اخته غواګانو، پسونو، وزو او … د حلالولو پر مهال د هغه له وینې، مایعاتو او نسجونو سره د تماس او یا په دغه ویروس د اخته کنې چیچلو له لارې انسان ته سرایت کوي.»
سرچینې لیکي، پر کانګو ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره د غوا، پسه، وزې او … څارویو د حلالولو پر مهال باید تل له دستکش او محافظتي چپنې استفاده وشي.
سرچینه کاږي، خلک باید تل له څاریو سره له تماس او غوجلې پاکولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سپارښتنه کړې چې د کنې لهمنځه وړلو لپاره باید څاروي او غوجله د کرنې، اوبو لګونو او مالدراۍ وزارت له لوري د تاییدې شوو درملو په وسیله دواپاشي شي.
د کابل ښار په انتانې روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري هم له لوی اختر وروسته په هېواد کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو زیاتوالی تاییدوي، خو وايي چې په دې وروستیو ورځو کې په انتاني روغتون کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې کمې شوې دي.
هغه وویل، تر لوی اختر مخکې، په اونۍ کې شاوخوا ۷۰ کسانو دغه روغتون ته مراجعه کوله چې له دې ډلې به اته کسان بسترېدل، خو له لوی اختر وروسته د کانګو ویروس مثبتې پېښې د تمې خلاف زیاتې شوې وې.
هغه زیاته کړه، له اختر وروسته په لومړۍ اونۍ کې دغه روغتون ته ۲۰۰ کسانو مراجعه کړې وه چې له منځه یې ۴۰ کسان بستر شوي، خو تېره اونۍ بیا شاوخوا ۳۰ ناروغان بستر شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې په یاد روغتون کې د کانګو تبې ناروغۍ ۲۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۵ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دې ناروغۍ لهامله مړه شوي کسان د لرو پرتو کندوز او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي وو چې یاد روغتون ته پر وخت د مراجعې نه کولو له امله مړه شوي دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن