لښکرګاه (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې يې بهر ته د بېلابېل ډول وسلو د ګڼ شمېر مرمیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «له جنایي جرمونو د مبارزې مدیریت له لوري د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په لښکرګاه ښار کې بهر ته د سپکو او درنو وسلو د ګڼ شمېر مرميو د قاچاق مخه نیولې ده.»
هغه زیاته کړه، د کشفي معلوماتو پر بنسټ يې د لښکرګاه درېیمې او شپږمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې د بېلابېلو وسلو ۱۴۲۴ مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
حقاني وايي، په ترلاسه شوو مهماتو کې د راکټ نهه مرمۍ، د اېم ۱۶ ټوپ ۴۵۰ او د پيکا ۹۶۵ مرمۍ شاملې دي.
د حقاني په خبره، له يادو مهماتو سره په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو پلټنې روانې دي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن