Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: سږ کال به د ننګرهار کانال د خرما باغ حاصلات تر ۲۲ ټنه پورې ورسېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، د دوی د وړاندوینې له مخې، سږ کال به د دغه کانال د خرما باغ حاصلات تر ۲۲ ټنه پورې ورسېږي.

د چارواکو په وينا، تېر کال دغه باغ ۱۸ ټنه حاصل ورکړی و خو سږ کال به څلور ټنه نور هم ډېر شي.

د کانال ریاست ویاند سید همایون غریبمل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال په دغه ولایت کې د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دى.

نوموړی وایي، تېر کال د کانال اړوند فارم هډې سیمې د خرما بڼ ۱۸ ټنه حاصل ورکړی و خو سږ کال تمه لري چې حاصلات یې د تېر په پرتله ډېر وي او ۲۲ ټنو ته ورسېږي.

غریبمل زیاتوي: «د ننګرهار د کانال ریاست اړوند فارم هډې سیمه کې د خرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، تېر کال د یاد بڼ د خرما حاصلات ۱۸ ټنه وو خو سږ کال به یې زموږ د اټکل له مخې حاصلات دوه ويشت ټنه وي.»

نوموړی د خرما حاصلاتو د ډېرېدو لامل په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرما د نوو بوټو په حاصل راتلل یاد کړل.

د غریبمل په خبره ننګرهار د خرما کښت لپاره مناسب موسم او هوا لري او هڅه کوي د دغو بوټو د کرکیلې لړۍ هغو ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.

غريبمل وويل: «د کانال ریاست اړوند خرما بڼ کې ټولې کرنیزې اسانتیاوې برابرې شوې او همدا لامل دی چې هر کال یې حاصلات ډېرېږي، دغه راز د خرما د نورو باغونو جوړولو هڅه کې یو.»

د کانال رياست وياند وايي، روان کال په ننګرهار کې د کانال پر ۲۵ جريبه نوره ځمکه د خرما يو نوی بڼ هم رغول شوی چې ورسره به په دغه ولايت کې د خرما حاصلات نور هم ډېر شي.

د کانال رياست وياند وايي، په دغه ولايت کې يې د خرما باغونو د پراختيا لړۍ هم پيل کړې چې تازه په ۲۵ جريبه ځمکه يو بل باغ جوړ شوی او ټاکل شوې تر پنځو کلونو پورې حاصل ته ورسېږي.

هغه زياتوي: «موږ خصوصي سکټور هم هڅوو چې د خرما باغونه جوړ کړي، دوی ته د خرما د ونو نیالګي هم ورکوو، څو ننګرهار کې دا برخه پياوړې شي.»

دغه راز د کانال ریاست اړوند فارم هډې سیمه کې د خرما بڼ مسوول عبدالقیوم اطرافي وایي، د خرما دا بڼ چې ۱۴ کاله مخکې د سعودي عربستان له لوري په امتحاني ډول جوړ شوی، څلور کاله کېږي چې د خرما شپږ ډوله حاصل ورکوي.

نوموړی وایي، که اړین وسایل موجود وي او بوټو ته په مناسب وخت کیمیاوي سره ورکړل شي، ښايي حاصلات یې تر دې هم لوړ شي.

اطرافي زیاتوي: «که حکومت د خرما بڼونه زیات کړي او همدارنګه د کیمیاوي سرې او نورو اړینو وسایلو په برخه کې پاملرنه وشي، نو تر ډېره به د خرما حاصلات ډېر او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د خرما باغ د ودې ترڅنګ دې د خرما د پروسس برخه کې هم کار وشي.

د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی ودان وايي، د ننګرهار خرما باغ حاصلات په ډېر ساده شکل بازار ته وړاندې کېږي چې له بهرنيو خرماوو سره هیڅ سيالي نه شي کولی.

د جلال‌اباد ښار يوه بل اوسېدونکي نويدالله هم پژواک ته وويل: «کله چې خرما باغ کې خرما پخې شي، همالته د سړک پر غاړه خرڅېږي چې دا هیڅ ښه خبره نه ده، په کليوالي سيسټم باندې يې خرڅوي، بايد يو منظم سيسټم ورته جوړ شي او پروسس شي څو په بازار کې له بهرنيو توليداتو سره سيالي وکړي.»

خو ننګرهار کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل هم دا ستونزه مني او وايي، هڅه روانه ده څو د خرما د پروسس او بسته‌بندۍ لپاره يوه کارخونه جوړه شي.

د کانال ریاست معلوماتو له مخې، د خرما یاد بڼ د جلال‌اباد ښار په ختیځه څنډه کې پر۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.