Pajhwok Afghan News

لغمان کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

مهترلام (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د لغمان حکومتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز کې دوو کسانو ته د اخلاقي فساد له امله تعزيري سزا ورکړل شوه.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت‌خان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د عبدالبصير او ضياالرحمن په نومونو دوو کسانو ته د اخلاقي فساد له امله د یو شمېر خلکو په حضور کې تعزيري سزا ورکړل شوه.

هغه وايي، ياد دواړه کسان ٣٠-٣٠ دُرې ووهل شول او پر يو- يو کال بند هم محکوم شول.

سلامت خان وویل، اسلامي امارت ژمن دی، ټول هغه کسان چې له الهي حکم څخه سرغړونه کوي او په ټولنه کې فساد خپروي، پر خپله سزا ورسوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په لغمان کې یو شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو له امله تعزیري مجازات شوي دي.

Views: 539

Exit mobile version