ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی

د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی

author avatar
19 Jul 2023 - 19:38
د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی
author avatar
19 Jul 2023 - 19:38

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاسپورټونو نړۍوال اعتبار تازه درجه بندۍ له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تر ټولو بااعتباره پاسپورټ د سنګاپور او تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورټ د افغانستان وپېژندل شول.

د هنلي موسسې راپور له مخې، د سنګاپور پاسپورټ په دغه درجه بندۍ کې لومړی ځای لري چې د هغه هېواد اوسېدونکي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته سفر کولی شي او په دغه درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ وروستی ځای لري چې اوسېدونکي یې له ویزې پرته د نړۍ ۲۷ هېوادونو ته سفر کولی شي.

په یاده درجه بندۍ کې المان، ایټالیا او هسپانیه په دویمه رده، اتریش، فنلنډ، فرانسه، جاپان، لوکزامبورګ، جنوبي کوریا، او سويډن په درېیمه رده کې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورت پېژندل شوی و.

هنلي موسسه هر کال دوه ځلي د هوایي لېږد رالېږد له نړۍوال بنسټ (IATA)  څخه را ټولو شوو معلوماتو او هم د ویزې د قوانینو د تجزیې او تحلیل او نړۍوالو مستندو اطلاعاتو پر بنسټ،  په نړۍ کې د با اعتباره پاسپورټونو درجه بندي خپروي.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.