Language

امر بالمعروف په تېرو څو میاشتو کې د موسیقۍ راټول کړي یو شمېر وسایل وسوځول

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، په تېرو څو میاشتو کې يې په کابل او نور ولایتونو کې راټول کړي د موسیقي وسایل له منځه وړي دي.

دغه وزارت پر خپله ټوېټرپاڼې لیکلي، نن هغه سامان الات تخریب شول چې د موسیقي او فساد د ترویج لپاره ترې استفاده کېده.

سرچینه زیاتوي: «یاد مواد په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د بد اخلاقۍ له پروګرامونو په تېرو څو میاشتو کې راټول شوي وو.»

د سرچینې په وینا، راټول شوي توکي د ځوان قشر د بې‌لارۍ ذریعه او د ټولنې خرابوالي لامل ګرځېدلي وو؛ ځکه د شریعت له حکم سره سم تخریب او له منځه یووړل شول.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو له خپاره کړو انځورونو ښکاري چې په سوځول شوو وسایلو کې ډولونه، پیتې یا کیسټې، هارمونیې او نور سوځول شوي دي.