کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د اروپایي ټولنې له خوا بندیزونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي او زیاتوي چې بايد له تعامل او تفاهمه کار واخيستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیبالله اغا، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او قاضيالقضات شیخ عبدالحکیم حقاني یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت دغه چارواکي له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو په محرومیت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مساوي چلند پر وړاندې خنډ کې ښکېل دي او یاد مسوولین له دې وروسته د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته سفر او په کې پانګونه نه شي کولی او نه هم د ټولنې د غړو هېوادونو اتباع له دغو کسانو سره سوداګریزې معاملې کولی شي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اروپايي اتحادیې له خوا د ا.ا.ا ځيني مشران د تحریم لېست ته اچول د هيڅ لوري په ګټه نه دي.
هغه لیکلي، د دې پر ځای چې د فشار او تحریم له غوراوي استفاده کېږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخیستل شي، د افغانانو پر وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اروپايي ټولنې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو پر وزیر ندامحمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت پر سرپرست وزیر محمدخالد حنفي هم ورته بندیزونه لګولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP