ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د اروپايي ټولنې له لوري بنديزونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي

مجاهد: د اروپايي ټولنې له لوري بنديزونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي

author avatar
21 Jul 2023 - 12:06
مجاهد: د اروپايي ټولنې له لوري بنديزونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي
author avatar
21 Jul 2023 - 12:06

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د اروپایي ټولنې له خوا بندیزونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي او زیاتوي چې بايد له تعامل او تفاهمه کار واخيستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت دغه چارواکي له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په محرومیت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د مساوي چلند پر وړاندې خنډ کې ښکېل دي او یاد مسوولین له دې وروسته د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته سفر او په کې پانګونه نه شي کولی او نه هم د ټولنې د غړو هېوادونو اتباع له دغو کسانو سره سوداګریزې معاملې کولی شي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اروپايي اتحادیې له خوا د ا.ا.ا ځيني مشران د تحریم لېست ته اچول د هيڅ لوري په ګټه نه دي.

هغه لیکلي، د دې پر ځای چې د فشار او تحریم له غوراوي استفاده کېږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخیستل شي، د افغانانو پر وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اروپايي ټولنې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو پر وزیر ندامحمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت پر سرپرست وزیر محمدخالد حنفي هم ورته بندیزونه لګولي دي.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.