ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

author avatar
22 Jul 2023 - 17:01
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو
author avatar
22 Jul 2023 - 17:01

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ پاکستان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون ادعا وکړه، خو مجاهد رد کړه او ایران وویل چې د سیمې هېوادونه له ا.ا سره د همکارۍ په اړه هم‌نظره دي، خو اروپایي ټولنې د ا.ا پر درېیو وزیرانو بندیزونه ولګول.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د شتون ادعا وکړه، خو مجاهد رد کړه.
  • د انګلیستان پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ښه امنیت او د فساد ورکېدل په افغانستان کې مهم بدلونونه وبلل، خو وروسته پر خپلو دغو څرګندونو پښېمان شو.
  • د امريکا يوه پخوانۍ ډيپلوماته: کېدای شي ايران او روسيه ا.ا د مشروع حکومت په توګه ومني.
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږد مزل مخکې لري.
  • ایران: د سیمې هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او همکارۍ په اړه په یو نظر دي.
  • روسیې متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
  • متقي: د منفي تعامل‌لرونکي هېوادونه د حقیقت په درکولو له کابل سره مثبت تعامل ته را وړاندې کېږي.
  • اروپایي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت پر درېیو وزیرانو بندیزونه ولګول.
  • یو شمېر ښځو په کابل کې د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.
  • ایران ادعا کوي چې د داعش ځیني کسان له عراق، سوریې او لیبیا افغانستان ته لېږدول شوي خو مجاهد یې ردوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په پروان کې يو ۶۰ کلن سړی، په بغلان کې يو بزګر، يوه ښځه او خاوند او په بلخ کې یوه ښځه له تښتولو وروسته وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، فارياب کې يوه کس خپله خور وژلې، ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله‌واله شخړه کې اووه کسان ټپيان شوي، سمنګان کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي او په پروان کې د لاسي‌بم چادونه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تېره اونۍ د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې پر یو کور عمليات وشول، امنيتي چارواکو یې په اړه څه ونه ویل خو يو شمېر رسنيو د ځينو سرچينو په حواله ليکلي چې په دغو عملیاتو کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور نیول شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د اسلام‌اباد ادعاوې او د کابل غبرګونونه

تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، افغان کډوالو ته ځای ورکول د پاکستان ستره تېروتنه وه. هغه ادعا وکړه چې دوی په افغانستان کې د «ترهګرو» خوندي ځایونو او د هغوی له فعالیتونو ښه خبر دي.

هغه دغه راز ویلي، د افغانستان اسلامي امارت «د خپلو ګاونډیانو حقونو ته اعتنا نه کوي» او د دوحې هوکړې ته ژمن نه دی.

دغه راز، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د شتون او په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا خبره کړې وه.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادو ادعاوو په غبرګون کې ویلي: «پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، موږ د دوحې تړون په رڼا کې ورسره تعامل نه کوو، بلکې د یوه ورور هېواد په شکل ورسره برخورد کوو، نو هیڅکله اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د هغوی پر وړاندې استعمال کړي.»

هغه وویل: «د پاکستان په شمول د نورو هېوادونه په کورنیو مسایلو کې چې کومه پېښه کېږي او یا په داخل کې ناامني رامنځته کېږي باید له امله یې د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي، خپله دې خپلې ستونزې په داخل کې حل کړي او پر هغو باید تمرکز وشي؛ اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره د هیچا پر وړاندې استفاده کېدو ته نه پرېږدي، پر دې خبره موږ ټینګ ولاړ یو، د پاکستان په ګډون د هیڅ بل هېواد پر وړاندې تحرکاتو ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه وشي او یا د افغانستان خاوره استعمال شي، اسلامي امارت په دې برخه کې خپله ټوله انرژي مصرفوي.»

دغه راز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله هم ادعا کړې وه چې افغانستان د پاکستاني طالبانو د تحریک لپاره پر امن ‌ځای بدل شوی او د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي پر هغه څه چې له نړۍ سره یې پرې ژمنه کړې، ودرېږي.

خو ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: «موږ په ټي‌ټي‌پي پورې اړوند کسان دلته [افغانستان کې] نه پرېږدو، همدارنګه د پاکستان کورنۍ چارې په هغوی پورې اړه لري؛ باید په پاکستان کې امنیت ونیسي، نه دا چې کله له خپلو ځينو اقداماتو عاجزه کېږي، بیا د ذهنونو بوختولو لپاره موضوع په افغانستان پورې تړي.»

دغه راز، د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په ليدنه کې ویلي، افغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي. هغه زیاته کړې: «موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد په خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.»

تعامل او رسمیت پېژندنه

د انګلیستان پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس اېلووډ – چې تازه د افغانستان له سفره ستون شوی – ویلي چې هېواد يې باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له سرپرست حکومت سره دې په دې اړه خبرې پیل کړي.

هغه د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشه‌يي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل په افغانستان کې مهم بدلونونه یاد کړي او ويلي یې وو، دا ګامونه ځکه حیاتي دي چې افغانستان یو ځل بیا بې‌ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌ییزې کډوالۍ ته دننه نه شي.

اېلووډ د خپل سفر یوه ویډیو هم خپره کړې وه خو وروسته له هغه چې دغه څرګندونې یې له ځینو نیوکو سره مخ شوې، ویې ویل چې له خپلو خبرو پښېمانه دی.

دغه راز، د امريکا يوې پخوانۍ ډيپلوماټې اني فورزایمر ويلي، اوس مهال له پاکستان سره د اسلامي امارت اړیکې پېچلې شوې او کېدای شي ايران او روسيه اسلامي امارت د مشروع حکومت په توګه ومني.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر بيا ویلي، د دوی په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او په وينا يې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږد مزل مخکې لري.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي وايي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او همکارۍ په اړه هم‌نظره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي ته د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.

روسیې متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړه.

متقي: له ا.ا سره د منفي تعامل‌لرونکو هېوادونه د حقیقت په درکولو له کابل سره مثبت تعامل ته را وړاندې کېږي.

دغه راز مولوي امیرخان متقي بيا ویلي، هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره منفي تعامل درلود، حقیقت یې درک کړی او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته راوړاندې کېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني بیا د احمدزيو له خلکو سره په یوه ناسته کې ویلي: «اوس مې ډېر امید نور هم پیدا شو چې موږ داسې کولای شو چې اوسني وخت کې چې موږ هیڅ څوک په رسمیت ونه پېژني، که له موږ سره هیڅوک همکاري ونه وکړي، داسې غښتلی قوم مو چې ترڅنګ ولاړ وي، انشاءالله افغانستان به بقا پيدا کوي، افغانستان به ترقي پيدا کوي او خپلواکي به یې نوره هم مظبوطه کېږي.»

د افغانستان پر درېیو سرپرست وزیرانو د بندیزونو لګېدل

اروپایي ټولنې تېره اونۍ د افغانستان د پوهنې پر سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا، د عدلیې وزارت پر سرپرست عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني بندیزونه ولګول او ویې ویل چې د زده‌کړو او کار په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه وضع کېدل او له ښځو سره توپیري چلند د دغو بندیزونو لاملونه دي.

خو ذبیح‌الله مجاهد دغه بنديزونه بې‌اساسه او بې‌ګټې بللي او وايي: «په تماسونو، تفاهم او ډيالوګ ډېر څه کېدلی شي او بنديزونه د حل لاره نه ده.»

دغه راز، یو شمېر ښځو په کابل ښار کې د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو د اعلان په غبرګون کې اعتراضي لاریون وکړ خو د امنیتي کسانو له لوري یې د دوام مخه ونیول شوه.

یوناما په کابل کې د يادو ښځو لاریون ته په اشاره ويلي چې افغانان له تاوتریخوالي پرته د خپل نظر څرګندولو حق لري او درناوی يې بايد وشي.

د امر بالمعروف، نهي‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په پنځمه د یوه مکتوب په خپرولو سره وویل چې د راتلونکې زمري میاشتې له درېیمې نېټې وروسته د ښځینه سینګارتونونو فعالیت منع دی او جوازونه یې د اعتبار وړ نه ‌دي.

د يوناما اندېښې او د مجاهد ځواب

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغان چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي.

دغه راز سرچينې ادعا کړې چې د پخواني حکومت د پوځ ځیني کسان له محاکمې پرته وژل شوي او په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ مې ۳۷۷۴ ملکي تلفات ثبت کړي دي.

خو مجاهد د دغه راپور په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «یوناما تل داسې یو څه وایي چې د افغانستان له وضعیت سره تطابق نه کوي، داسې معلومېږي چې یوناما یا له هغه چا څخه نقل کوي چې له افغانستانه تښتېدلي او له باندې څخه دوی ته غلط معلومات ورکوي او دوی یې نقلوي او یا دا ده چې دوی په لوی لاس غلط معلومات خپاره کړي او په یو ډول د افغانستان پر وړاندې تبلیغاتي جبهه‌ګیري وکړي.»

هغه وویل: «مثلاً دلته ملکي تلفات بېخي نشته، په مقدسو اماکنو کله حملې شوې دي دا څو میاشتې، خدای مه کړه غیرقانوني قتلونه نظام کله کړي، د افغانستان خلک شاهدان دي.»

داعش او په تړاو يې اندېښنې او غبرګونونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغه هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو د داعش ځیني مشران او جنګیالي افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایران دغه ادعا رودي او وايي: «د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پر مهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پر خلاف جدي او منظمه مبارزه کړې چې په پايله کې یې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.»

خو د کابل والي محمدقاسم خالد له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې له داعش وسله‌والې ډلې ملاتړ کوي.

هغه زياته کړې: «دښمن نه غواړي چې د افغانستان مظلوم او رنځېدلی ملت ارام واوسي، په یو نه یو ډول ورته بېلابېلې دسیسې جوړوي، داعش یا خوارج هم یوه فتنه ده چې د امریکا له لوري تولید شوې ده.»

Views: 300

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.