کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د چین سیمهییز مسوولینو ویلي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوه ښوونځي د جمنازیوم چت لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
چیني رسنیو نن (دوشنبه) د یاد هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، د شمال ختیځ چیچیهار ښار یوه ښوونځي کې د ورزشي صالون چت لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
ویل شوي، د یاد جمنازیوم چت د ډېرو بارانونو له امله د نجونو والیبال ټیم د تمرین پر مهال لوېدلی دی.
د چین سمهییزو چارواکو په خبره، په یاده پېښه کې ۱۹ کسان بند پاتې و چې له ډلې یې اته کسان ژوندي را اېستل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په تېرو دوو ورځو کې دا سیمه سخت ورښتونه شوي او په ځينو سیمو کې سېلابونه هم راوتلي دي.
Views: 13