کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان وایي، په دغه سازمان کې یې د سویډن د ځانګړي استازي دندې ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، یوه سویډني د چنګاښ په ۷مه (د لوی اختر لومړۍ ورځ) د سویډن پلازمېنې ستاکهولم جامع جومات مخې ته د قرانکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
دغه راز د اسلامي هکاریو سازمان تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د اسلامي همکاریو سازمان سکرټر جنرال د سویډن حکومت ته خبر ورکړی چې په دغه سازمان کې یې د یاد هېواد د ځانګړي استازي د دندې ځنډولو پرېکړه کړې ده.
سرچینې ویلي، د یاد سازمان اجرائیوي کمېټې د دغه سازمان له مشر حسین ابراهیم طه څخه غوښتي څو د هغو هېوادونو پر رسمې اړیکو بیا کتنه وکړي چې قرانکریم ته په کې سپکاوی او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم د چنګاښ په ۸مه په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرانکریم یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دې ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن