[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د دفاع له وزارت سره نږدې دوه بېپیلوټه الوتکې له ودانیو سره لګېدلې او ویجاړې شوې دي.
روسي رسنیو د زمري په ۲مه خبر ورکړی چې دا پېښه د دوشبنې په ورځ سهار شاوخوا څلور بجې شوې ده.
له نږدې دوو میاشتو راهیسې دا دویم ځل دی چې د روسیې پلازمېنه مسکو د بېپيلوټه الوتکو بریدونو شاهد دی.
د روسیې ټاس اژانس د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د یوې الوتکې ټوټې د مرکزي مسکو په کومسومولسکي واټ کې موندل شوې دي.
دغه ځای د دفاع وزارت له ودانۍ سره شاوخوا دوه کیلومتره واټن لري.
سرچینې زیاته کړې، بله الوتکه همدې سیمه ته نږدې په بل واټ کې پر یوې لوړپوړې ودانۍ چې کاري دفترونه په کې دي، لګېدلي او ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د روسیې دولتي اژانسونو راپور ورکړی چې دواړه سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي، دوه بېپیلوټه الوتکې «شنډې او سقوط شوې» او په خبره یې، دغه کار د اوکراین له خوا شوی دی.
اوکراین بیا پر مسکو او د اوکراین په هغو سیمو کې چې روسیې لاندې کړې، په ښکاره د دغه ډول بریدونو مسوولیت نه دی منلی؛ د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین ویلي، دوه بېپیلوټه الوتکې نن سهار څلور بجې پر دوو ناهستوګنیزو ودانیو لګېدلي چې په خبره یې "جدي زیان او یا مرګژوبله" نه لري.
نږدې دوه میاشتې مخکي د جوزا یا غبرګولي میاشتې په لومړیو کې هم پر مسکو د بېپيلوټه الوتکو بریدونه وشول چې روسیې چارواکو ترهګریز وبلل.
هغه مهال د روسیې چارواکو په وینا، اته بېپيلوټه الوتکې د برید په هدف کارول شوې وې چې دوه یې پر ودانیو لګېدلې وې او دوه کسان یې ټپیان کړي وو.
په مسکو کې د بېپيلوټه الوتکو تازه برید داسې مهال شوی چې روسي پوځیانو د اوکراین پر بندري ښار اودیسې باندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
پرون په دغه ښار کې د روسیې یوه توغندیز برید چې د ارتودوکس کلیسا پر یوې پخوانۍ ودانۍ وشو، یو تن وواژه او ۲۲ نور یې ټپيان کړل.
یادونه: په دغه راپور کې د ازادي راډیو له خبر څخه استفاده شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP