Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې مچۍ‌لرونکي سږ کال د مچیو تلفاتو ډېرېدو ته اندېښمن دي

مزارشریف (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د شاتو مچۍ‌لرونکي سږ کال د مچیو د تلفاتو ډېرېدو او د شاتو تولید کمېدو ته اندېښمن دي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي.

هغوی وايي، روان کال د موسمي اورښتونو کمښت او د تودوخې درجې لوړوالی د دې لامل شوي چې د مچیو تلفات ډېر او محصولات يې کم شي.

طغرل نقشنبدي چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې د بلخ دهدادي ولسوالې کې د مچیو پالنه کوي وایي، هرکال یې د شاتو له پلورلو ښه عواید ترلاسه کول خو سږ کال د حاصلاتو کچه کمه ده.

هغه زیاتوي، تېر کال یې ۱۵۰ صندوقه د شاتو مچۍ درلودې خو سږ کال د موسمي اورښتونو کموالي او د هوا تودوخې د لوړوالي له امله یې ۵۰ صندوقه مچۍ له منځه تللي دي.

هغه له حکومته غوښتنه کوي، څو د مصنوعي تغذیې (بورې) د ورکړې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، که نه نو پاتې مچۍ به یې هم له منځه ولاړې شي.

بلخ کې د مچیو بل پالونکى نورآغا هم د خپلو مچیو له منځه تلو او محصولاتو کمښت له امله اندېښمن دى.

نور آغا وایي، تېر کال یې د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت مچۍ اخیستې خو له ۶۳ صندوقه مچیو یې شاوخوا ۲۰ صندوقه له منځه تللي او ډېر کم حاصل یې ترلاسه کړی دى.

هغه وایي: «تېرکال کې مې د یو لک او پنځوس افغانیو مچۍ اخیستي خو که اوس يې خرڅ کړم نو پنځوس زره افغانۍ هم نه پوره کوي.»

دغه راز د بلخ دولت‌اباد ولسوالۍ د مچیو یو بل ساتونکی روزګلدي هم ورته څرګندوې کوي او زیاتوي، د تېر کال په پرتله یې محصولاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دى.

هغه زیاتوي، چې تېر کال اورښتونه ډېر و خو سږ کال وچکالي ډېره شوې او د تودوخې درجه هم لوړه شوې چې له امله مچۍ مري.

د روزګلدي په وینا، دوی هره ورځ شاوخوا دوه منه بوره اوبه کوي، څو خپلې مچۍ ژوندۍ وساتي.

بلخوا، د بلخ کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مسوول محمدوکیل نیازي د مچۍ‌لرونکو څرګندونې پر ځای ګڼي خو وایي، د کرنې وزارت انکشافي پروژو په برخه کې کموالی راغلی دى.

هغه وايي، دوى هڅه کوي چې د مچۍلرونکو ستونزې له يو شمېر بهرنیو موسسو او بنسټونو سره شريکې کړي څو مرسته ورسره وکړي.

د بلخ کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۰۰ صندوقه مچۍ شته دي چې هر کال ترې له ۸ تر ۱۲ ټنو پورې شات ترلاسه کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.