ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي

پکتیا کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي

author avatar
25 Jul 2023 - 13:54
پکتیا کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي
author avatar
25 Jul 2023 - 13:54

ګردېز (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): پکتیا کې مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم او میرزکه ولسوالیو کې سېلابونو د دوو کسانو ژوند اخیستی دی.

د پکتیا طبيعي پېښو ته د رسېدو ریاست مطبوعاتي مسوول امان‌الله امان پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شپې سېلابونو له امله په سیدکرم او میرزکه ولسوالیو کې دوه کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «مېرزکه ولسوالۍ کې تېره شپه یو کس سېل مړ کړی او په سیدکرم کې یو څلورکلن ماشوم تر دېوال لاندې شوی او ژوند يې بایللی دی.»

نوموړي د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات په ډاګه نه کړل، خو ويې ویل، د وروستیو سېلابونو له امله په پکتیا کې لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کروندې خرابې شوې دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، د میدان‌وردګو په مرکز میدان‌ښار، جلرېز، چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷ کسان مړه شوي، ۱۷ نور ټپيان، ۴۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران او یا زیانمن شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

Views: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.