ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان او ایران له زندانونو ۱۱۲ نور افغانان ازاد شول

د پاکستان او ایران له زندانونو ۱۱۲ نور افغانان ازاد شول

author avatar
26 Jul 2023 - 19:16
د پاکستان او ایران له زندانونو ۱۱۲ نور افغانان ازاد شول
author avatar
26 Jul 2023 - 19:16

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): حکومتي مسوولین وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۸۰ افغانان او د ایران له زاهدانو له زندان څخه ۳۲ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۸۰ نور افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه ټويټ کې ویلي، پرون (د زمري ۳مه) د سند ایالت له زندانونو ۸۰ افغانان ازاد شوي او د سپین‌بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې یاد کسان د کډوالو چارو اداره کې له ثبتېدو وروسته د مرستې تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.