کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): حکومتي مسوولین وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۸۰ افغانان او د ایران له زاهدانو له زندان څخه ۳۲ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۸۰ نور افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه ټويټ کې ویلي، پرون (د زمري ۳مه) د سند ایالت له زندانونو ۸۰ افغانان ازاد شوي او د سپینبولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد کسان د کډوالو چارو اداره کې له ثبتېدو وروسته د مرستې تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
یاد ټويټ کې راغلي، د دنمارک د کډوالو ټولنې له خوا دوی ته د چاودېدونکو توکو په اړه لازم پوهاوی شوی او له دې ډلې هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي، د خپلو کورنیو پېژندنې په موخه «د لوړ افغانستان بیارغونې موسسې» ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې ده، د زمري په ۲مه هم د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۳۴ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د هېواد جنرال قونسلګرۍ په ځانګړو هڅو ٣٢ افغانان چې ماشومان هم په کې شامل وو، د ایران په زاهدان ښار کې د ځایي حکومت له لوري د قانوني اسنادو د نه شتون له کبله نیول شوي وو او په الغدیر (اردکاه) کې بنديان وو، را خلاص او نن (چهارشنبه) د نیمروز ولایت له لاري هېواد ته راستانه کړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










