Language

جلال‌اباد ښار کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي، دغه سړک په کانکريټي ډول جوړېږي او زرګونه خلک به ترې ګټه اخلي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد د زمري په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د انکشافي پروژو په ترڅ کې د نهمې ناحیې په خوشګمبد ساحه کې د ۱،۲ کیلومتره سړک او ویالو د کانکریټ کېدو چارې پیل شوې.

دی وايي، دغه سړک او دواړو لورو ته ويالي يې په اساسي ډول کانکرېټ او جوړيږي.

login or register a new account.