جلالاباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.
مسوولين وايي، دغه سړک په کانکريټي ډول جوړېږي او زرګونه خلک به ترې ګټه اخلي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د زمري په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، جلالاباد ښاروالۍ له لوري د انکشافي پروژو په ترڅ کې د نهمې ناحیې په خوشګمبد ساحه کې د ۱،۲ کیلومتره سړک او ویالو د کانکریټ کېدو چارې پیل شوې.
دی وايي، دغه سړک او دواړو لورو ته ويالي يې په اساسي ډول کانکرېټ او جوړيږي.
هغه زياته کړه: «پر دغه سړک څه باندې ۱۹ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې ټول د جلالاباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.»
د ښاروالۍ وياند ډاډ ورکړ، د جلالاباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې د متوازن انکشاف له مخې په ټولو ناحیو کې د خپلو داخلي عوایدو بېلابېلې پروژې پلې کړي او په ټولو برخو کې ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې پلې کېدو ته خوښ دي.
د خوشګنبد سيمې د ځوانانو شورا مشر عصمتالله حليمي پژواک ته وويل، اوس د سيمې خلک د ورښتونو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دغه راز کروندګر پر وخت خپل حاصلات هم بازار ته نه شي لېږدولی.
د هغه په وينا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو دا ستونزې حل شي او دغه راز يې غوښتنه وکړه چې په ياده سيمه کې دې نورې پروژې هم پلې شي.
خوشګنبد د جلالاباد ښار هغه سيمه ده چې تازه له ولسوالۍ ناحيې ته اړول شوې او د ښاري ژوند له ډېرو اسانتياوو يې خلک بې برخې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










