Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرکزي اسیا فوټسال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له ایران سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان له ایران سره لوبه کوي.

د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالۍ د تاجکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د مرکزي اسیا فوټسال جام سیالیو په لړ کې د فوټسال ملي لوبډله نن څلور بجې او دېرش دقیقې د افغانستان پر وخت د ایران پر وړاندې لوبه کوي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.