کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان له ایران سره لوبه کوي.
د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د مرکزي اسیا فوټسال جام سیالیو په لړ کې د فوټسال ملي لوبډله نن څلور بجې او دېرش دقیقې د افغانستان پر وخت د ایران پر وړاندې لوبه کوي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.
دغه راز افغانستان په دغو سیالیو کې قرغيزستان او ازبکستان ته ماتې ورکړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











