Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغېس کې د یوه واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د بادغېس ولایت په سنګ‌اتش ولسوالۍ کې د واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي دي.

د بادغېس د ولایتي روغتون رییس ډاکتر امیرمحمد مشواڼي د زمري په ۵مه د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن ماښام مهال د سنګ اتش ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دغه سیمه کې د یوه واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي چې همالته په ولسوالۍ کې د استول شوي روغتیايی ټیم لخوا یې درملنه روانه ده.

ډاکتر مشواڼی وایي چې د مسموم شوو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.