[restrict paid=”true”]
خوست (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): په خوست کې د هوا په نوم يوې خصوصي راډيو مسوولين وايي، د «راډيويي ښوونکي او راډيويي انګليسي» دوو ښوونيزو خپرونو له لارې يې زرګونه زدهکوونکي چې ډېره برخه يې نجونې دي، روزلې دي.
هغوی دا څرګندونې د زمري په ۶مه په هغې غونډه کې وکړې چې د يادو خپرونو پر درې سوه ممتازو زدهکوونکو د ډاليو د وېش په موخه جوړه شوې وه.
دوی وايي، دغه خپرونې چې د هوا راډيو ترڅنګ د څلور نورو راډيوګانو په چوکاټ کې وړاندې کېږي د پښتو، دري، انګليسي، ساينس او د ابتدايي رياضي په برخو کې زدهکوونکو ته درسونه وړاندې کوي.
د هوا راډيو مرستيال مبين ميرزا پژواک اژانس ته وويل، د راډيويي ښوونکي او راډيويي انګليسي ښوونيزې خپرونې يې دوه کاله مخکې پيل کړې چې دا مهال تر پنځوس زره پورې زدهکوونکي لري او ډېره برخه يې نجونې دي.
هغه زياته کړه: «ننني مراسم چې جوړ شوي، په درې سوو ممتازو زدهکوونکو چې تقريباً نوي سلنه يې نجونې تشکيلوي، تقدير شول څو د دوی ترمنځ هغه رقابت چې دی لا هم ډېر شي. زموږ راتلونکې برنامې د هوا راډيويي شبکو په اډانه کې ځای شوې څو دغه پروګرامونه نورو ولايتونو ته وغځوو او لا پراختيا پيدا کړي.»
بدرخان منګل د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ يو له هغو اوسېدونکو دی چې د هوا راډيو د يادو ښوونيزو خپرونو له برکته يې درې لورڼې او يو زوی باسواده شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: «له کله راهیسې چې د نجونو پر مخ مکتبونه بند شوي، هوا راډيو ډېر ښه پروګرام پيل کړی. زما اولادونه مخکې په هيڅ هم نه پوهېدل، اوس په هر څه پوهېږي، ليک لوست کولی شي.»
د خوست يو بل اوسېدونکی محمدنواز خان چې د هوا راډيو د يادو ممتازو زدهکوونکو تشويق غونډه کې يې يوې لور ډالۍ ګټلې، پژواک ته وويل چې که څه هم لور يې له دوولسم ټولګي فارغه ده خو پر هغه سربېره يې له يادو خپرونو ډېر څه زده کړي.
هغه وايي: «زما لور اوس د دې راډيو له لارې درس وايي، ډېره لايقه ده په هر کتاب کې اول نومره کاميابه وي او نوره خو مکتبونه هسې بند شول، موږ ټول سبقونه د دې راډيو له لارې وايو.»
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال قاري محمديونس راشد چې د زدهکوونکو يادې تشويق غونډې ته يې خبرې کولې، وويل چې رسنۍ د ټولنې د اصلاح او اذهانو په روزنه کې تر بل هرڅه مهم رول لري.
هغه وويل، خبريالان بايد د الفاظو په استعمال کې له احتياطه کار واخلي او داسې څه ونه وايي چې ټولنه بد لوري ته سوق کړي.
هغه وويل: «زموږ هر ژورنالېست دا معادل د زرو کسانو علماء کرامو له تقرير سره دی؛ څومره مسووليت چې يو عالم ته د خلکو د اصلاح په وخت کې راجع دی، دغه مسووليت د زرو علماوو په معادل زموږ يوه ژورنالېست ته راجع دی.»
دغه راز، د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجتالله مجددي بيا يادې غونډې ته وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ د رسنيو له مسوولينو سره په ګډه پر يوې داسې يوه طرحې کار کوي چې له مخې يې دغه ډول تعليمي برنامې د يونيسف او يونسکو په څير نړۍوالو بنسټونو په مرسته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، په دې سره به له يوې خوا رسنۍ له شته اقتصادي ضعف څخه راوتلې وي او له بلې خوا به ټولنې ته اغېزناکې تعليمي برنامې وړاندې کړي.
[/restrict]
Views: 142
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن