ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل والي د عاشورا ورځې په نمانځ‌غونډه کې: مذهبي مراسم باید له خرافاتو، افراط او تفریط پاک وي

د کابل والي د عاشورا ورځې په نمانځ‌غونډه کې: مذهبي مراسم باید له خرافاتو، افراط او تفریط پاک وي

author avatar
28 Jul 2023 - 17:01
د کابل والي د عاشورا ورځې په نمانځ‌غونډه کې: مذهبي مراسم باید له خرافاتو، افراط او تفریط پاک وي
ارشیف
author avatar
28 Jul 2023 - 17:01

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د کابل والي په دغه ولایت کې د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل چې مذهبي مراسم باید له خرافاتو، افراط او تفریط پاک وي او افغانان باید په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو کې له نورو تقلید نه، بلکې نور باید له دوی تقلید وکړي.

نن د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې لسمه نیټه ده چې د امام حسین (رض) د شهادت له ورځې سره برابره ده. د پیغمبر اکرم (ص) لمسی امام حسین (رض) او ۷۲ تنه ملګري یې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نېټه د عراق د کربلا په دښته کې د یزید د کسانو لخوا په شهادت ورسېدل.

د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد نن د عاشورا په مراسمو کې چې د کابل د خاتم النبیین په جومات کې جوړ شوي وو وویل چې د افغانستان علما باید په داسې مراسمو کې د ملي یووالي او د خلکو ترمنځ د اتفاق لپاره کار وکړي.

هغه وايي: «په ديني مسایلو کې موږ د رسول الله (ص) پیروان يو، په ديني مسایلو کې د صحابه کرامو اتباع يو، په ديني مسایلو کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) اتباع یو، د دین په مسایلو کې د حضرت حسین تابعین یو او د دین په چارو کې د علماوو او مجتهدینو اتباع یو؛ خو په سياسي، ټولنيزو او فرهنګي چارو کې افغانستان ډېر خپلواک هېواد دى، افغانان ډېر خپلواک خلک دي، افغانان هېڅکله په ټولنيزو، سياسي او فرهنګي چارو کې له نورو تقليد نه کوي، بلکې نور بايد د افغانانو تقليد وکړي.»

شیخ محمدخالد په دوام کې وویل: «په اسلام کې دوې ورځې لرو چې نمانځو یې، دوې ورځې لرو چې په هغو کې مسلمانان د عبادت لپاره سره را ټولېږي؛ د کايناتو سرور حضرت محمد مصطفی (ص) د ميلاد نمانځل او بله ورځ چې د غم او نه جبرانېدونکې مصيبت ورځ ده، هغه د محرم الحرام يا عاشورا ورځ ده. د دواړو ورځو نمانځنه کله چې له خرافاتو پاکه وي، موږ یې په عبادت تعبیروو، خو په خرافاتو، افراط او تفریط او یا په داسې توګه سره د دغو دوو ورځو نمانځنه چې زموږ دین کې اصلا اجازه نه لري، نو طبعا په دې صورت کې د یادو ورځو نمانځنه عبادت نشو ګڼلای.»

د افغانستان د شیعه‌ګانو د شورا مشر نعمت‌الله غفاري هم په دې مراسمو کې وویل چې د عاشورا مراسم د اسلام له پیغمبر او د پیغمبر له کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره دي، د عاشورا د مراسمو موخه د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ ټینګول دي.

نوموړی زیاتوي: «د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمنان غواړي د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي، د تفرقې لپاره زمینه برابره کړي، خو موږ باید له هر ډول مراسمو څخه د ورورولۍ د ټینګښت لپاره کار واخلو.»

د هغه په ​​وينا، د مسلمانانو تر منځ د ورورولي رامنځته کول او له یو بل  سره د هغوی نږدې کول يو لړ قربانيو او د فکر پراخولو ته اړتيا لري.

په یادو مراسمو کې د شیعه‌ګانو یوه مشر سادات فخری وویل، په سویډن او ډنمارک کې د قرآن‌کریم سپکاوی د میلیونونو مسلمانانو احساساتو ته صدمه رسولې ده.

هغه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د ډنمارک او سویډن سفیران له خپلو هېوادونو وباسي او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې يوه ورځ د قرآن د نړيوالې ورځې په توګه د دغه سازمان په تقویم کې درج کړي.

فخري زیاته کړه: «له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له دغو دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې کمې کړي، د دغو دواړو هېوادونو د محصولاتو پر پلور بندیز ولګوي، سوداګریزې اړیکې ورسره پرې کړي او د قرآن کریم د نزول ورځ دې د بشریت د سعادت  ورځې په نوم د افغانستان په تقویم کې درج کړي.»

هغه د سويډن او ډنمارک له مسلمانانو وغوښتل چې د غونډو په ترڅ کې د هغوی دغه کړنه وغندي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امام حسین (رض) د شهادت ورځې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او خپلو ګرانو هیوادوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او وايي: « د نړۍ ټول مسلمانان عاشورا ته د یوه اصلاحي او تاریخي حرکت په توګه درناوی لري او اسلامي امت تل له دې مناسبته د خپل معنويت او باطني وحدت د پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي.»

هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د دې ورځې له معنویت او برکت څخه په ګټې اخیستنې او یووالي او ورورولۍ ته په ژمنتیا سره د یو پرمختللې، پر علم سمبال او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.