کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): سږ کال د کانکور په ازموینه کې یو شمېر داوطلبې انجونې اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ازموینه کې د دوی د شاملولو سربېره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم پرانیزي.
د روان کال د چنګاښ په ۲۷مه د پژواک خبري اژانس د یوه خبر له مخې، د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري یې یوازې د نارینه محصلینو د جذب مکتوب ترلاسه کړی دی.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته داوطلبې نجونې اندېښمنې شوې دي
د کابل ښار له یوې لیسې د دوولسم ټولګي څخه فارغې بيبي هاجره دغه خبر اندېښمنه ده او پژواک خبري اژانس ته وايي، د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زدهکړو بندیز هغوی سختې زیانمنې کړې خو نجونو له زدهکړو لاس وانخیست.
هغه زیاته کړه: «تېرکال یې له موږ څخه ازموینه واخیستله او فارغې یې کړلو، د کال په نیمایي کې یې نجونې ښوونځي ته وغوښتي او د کانکور ازموینې فورمونه یې ووېشل او له موږ څخه یې پیسې هم واخیستې، د فورمونو وېش موږ ټولو انجونو ته هیلهمندي راکړه او خوشحالې وو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به خامخا زموږ پر مخ خلاصېږي خو سل ځله افسوس چې وروستي اعلان موږ لا مایوسې کړو.»
نوموړې وویل، په دغه موده کې چې له ښوونځي پاتې وه، بیا یې هم له زدهکړو لاس وانه خیست، تل په کور کې د ښوونځي کتابونه او د کانکور د امادهګۍ کورس وایي.
هاجرې له اوښکو پر ډکو سترګو وویل: «کله چې یې اعلان وکړ نجونې د کانکور په ازموینې کې شاملې نه دي، له خپلو ټولو هیلو سره په ځمکه ولوېدم او فکر مې وکړ چې زما وزرونه یې رامات کړل.»
هغه هیله څرګندوي چې اسلامي امارت له دې ډیر د نجونو د زړونو ماتولو لامل نه شي او د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون زمینه برابره کړي.
د سږ کال کانکور ازموینې یوې بلې داوطلبې راضیې وویل: «له دغو ټولو محدودیتونو سره، بیا مې هم ډیره هڅه وکړه چې وکولای شم ښه درس ولولم څو هغې رشتې ته چې له ماشومتوبه یې هیله لرم بریالۍ شم، خو له بده مرغه کومه هیله او امید چې پاتې و له منځه لاړ او بیخي ناهیلې شوم، په وار وار له ځانه دغه پوښتنه کوم ولې موږ نجونو ته د درس او زدهکړو اجازه نه راکوي، ریښتیا هم ولې؟»
راضیه چې د ازموینو ملي ادارې د اعلان له امله اندېښمنه ده وايي: «له تفریح کولو مې لاس واخیست یوازې د دې لپاره چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړم او ښې نمرې واخلم، څو وکولای شم په راتلونکي کې د ځان او کورنۍ لپاره یو څوک واوسم، ځکه کورنۍ مې له ټولو ستونزو او سختیو سره چې په ژوند کې یې لرو مقابله کړې او زما له ملاتړ یې کړی چې درس ووایم.»
هغې هم له اسلامي امارته وغوښتل چې د سږ کال کانکور په ازموینه کې نجونې هم شاملې کړې.
هغه محصلینې او زدهکوونکې چې په نیمه لار کې پاتې دي هم د ښوونیز او لوړو زدهکړو بنسټونو د بیا پرانېستلو غوښتونه کوي
د کابل ښار د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې مرسل وایي، څه باندې دوه کاله کېږي نجونې له درس او زدهکړو لرې پاتې شوې او ټولو نجونو دا دوه کاله په ډېر سختۍ تېر کړي دي.
هغې زیاته کړه: «هیڅ نه پوهیږم چې تر کله به داسې وي، بیخي ناهیلې شوې یم هره ورځ په یوه هیله راویښېږم؛ چې کیدای شي نن زموږ ښوونځي پرانیستل شي، خو د هرې ورځې په تېریدو سره لا ډیره ناهیلې کېږم.»
هغه وایي، د ډيری خپلوانو لوڼو یې چې امکانات لري د زدهکړو لپاره هېواد څخه بهر تللې خو هغه کورنۍ چې له هېواد څخه د بهر تللو وس نه لري دلته پاتې دي.
مرسل چې د خپل نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنه ده له اسلامي امارته غواړي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو دوی له ناهیلۍ او ژورخفګان څخه وژغورل شوي.
دغه راز، د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي د درېیم کال محصلې حنیفې وویل، د انجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو تړل کېدل ټولې ناهیلې کړې دي.
هغې وویل: «دوه کاله کېږي له درس او تحصیله لرې پاتې یوو، څه مو چې زده وو، هېر مو شول، هیڅ نه پوهېږم چې ولې زموږ د زدهکړې او تحصیل مخه نیسي.»
حنیفې زیاته کړه: «اسلام مبارک دین ښځو او نجونو ته ارزښت ورکړی، په مبارک دین کې نه دي راغلي چې ښځې او نجونې دې زدهکړې او تحصیل نه کوي، زما غوښتنه د اسلامي امارت له رهبرۍ دا ده چې زموږ دا اندېښنه ختمه کړي او د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
د چارو پوهان هم د تعلیمي او لوړو زدهکړو ارګانونو د بیا پرانیستلو غوښتونکي دي
په کابل ښار کې د خصوصي لوړو زدهکړو موسسو یوه استاده نجمیه صالحي وایي: « له موجه دلیل پرته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو بند پاتې کېدل یوه لویه تېروتنه ده چې په اوږود مهال کې به یې یوازې نجونې او د هغوی کورنۍ نه بلکې حکومت هم زیانمن کړي او په ټولو برخو کې به لوی خاليګاوې رامنځته کړي.»
نوموړې په ټینګار وویل: «د نجونو د تعلیم او لوړو زدهکړو پر وړاندې بندیز به د کورنۍ او ټولنې په کچه لوې خالیګاوې رامنځته کړي.»
هغې زیاته کړه، د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته په ټولو برخو کې رول وکړل شوی، د اسلام مبارک دین د ښځو تعلیم، لوړو زدهکړو او ان کار سره هیڅ مخالفت نه لري؛ ځکه حضرت بيبي خدیجه سوداګره وه او حضرت بيبي عایشه یوه مفسره وه.
نوموړې د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل: «په دې برخه کې چې هر ډول اختلاف وي باید حل شي او د نجونو ژوند سره لوبې ونه شي.»
په ورته وخت کې د کابل ښار یوه خصوصي پوهنتون بل استاد مومند جاوید وویل، سره له دې چې په ټولنه کې نارینه طبقه تعلیم او تحصیل ته اړتیا لري، ښځو ته هم باید د تعلیم او تحصیل زمینه برابره شي ځکه چې ښځې هم د ټولنې نیمایي برخه دي.
هغه زیاته کړه: «د دې ستونزې دوام به په ټولنه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ لکه قانوني او غیرقانوني کډوالي او د هېواد د کدرنو او پوهانو تېښته، ځکه ډېری کورنۍ نه غواړي په دې عصر کې یې لوڼې بې تعلیمه او بې تحصیله پاتې شي.»
نوموړی وایي، یوه پرمختللې له بدبختۍ او جګړې څخه لرې ټولنه هغه وخت رامنځته کېږي چې په هغې کې نجونې د هلکانو په څېر په ازاد ډول زدهکړه وکړای شي، نو اړینه ده چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروزاې خلاصې شي او د کانکور په ازموینو کې نجونو ته برخه ورکړل شي چې په دې توګه به اسلامي امارت نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.
مخکې له دې د افغانستان علماوو علمي ټولنې له سرپرست حکومته غوښتي و: «شرعي نصوصو ته په کتو څرګندېږي چې مسلمانه ښځه هم د نارینه په څېر د عصري او شرعي علومو زدهکولو حق لري؛ د یوې عالمې او متعلمې په توګه له یوې خوا د ټولنې په پرمختګ کې برخه اخیستی شي او له بلې خوا د علم له لوی فضیلت څخه برخمنېدای شي، نو له اسلامي امارته غواړو چې د نجونو لپاره زدهکړو دروزاې پرانیزي او د هغوی پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي.»
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې برخه کې د معارف او لوړو زدهکړو وزارتونو ځواب ترلاسه کړي خو د ارګانونو له مسوولینو سره د اړیکې په ټینګولو نه دي بریالي شوي.
خو د یوه راپور پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د زمري په څلورمه د سه شنبې په ورځ هرات ته د یو سفر په ترڅ کې نجونو پر مخ د زدهکړو نهادونو د پرانیستلو لپاره د مناسب حللارو پیدا کولو په برخه کې د حکومت هڅو په اړه خبرې کړي دي.
د پژواک یوه راپور پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي مخکې ویلي و چې هیڅوک د نجونو تعلیم سره د مخالفت شرعي دلیل نه لري او د افغانستان ټول جید عالمان موافق دي چې ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: «ما څو ځلې ویلي او اوس هم په صریح الفاظو وایم چې تعلیم پر ښځې او نر فرض دی. ښوونځي دې پرته له تبعیضه د ښځو او نارینهوو پر مخ پرانیستل شي. علما شته، هیڅوک د تعلیم له فرضیته انکار نه شي کولی، تعلیم پر ښځې او نر فرض دی او باید ژر تر ژره د ښوونځیو او مدرسو دروازې د ښځو او نارینهوو پر مخ پرانیستل شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP