[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د موټرسایکلونو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د یکشنبې په ورځ د لښکرګاه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د موټر سایکلانو په یوه پلورنځي کې اورلګېدنه رامنځته شوه.
د هغه په خبره، په دې اورلګېدنه کې چې څه باندې یو ساعت یې دوام وکړ، شل موټرسایکلونه او یو ویډز موټر وسوځیدل او ۱۳ میلیونه افغانۍ زیان رامنځته شو.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، دا اورلګېدنه د اطفایي آمریت له خوا کنټرول شوه او د ۵ میلیون افغانیو زیان مخه ونیول شوه.
د ریاض د معلوماتو له مخې، یاده اورلګېدنه د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې، خو چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
[/restrict]
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن