Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال د ناچاودو توکو ۲۵۲ چاودنو ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۹ زمري ۱۴۰۲): افغانستان کې تېر کال د ناچاودو توکو د ۲۵۲ چاودنو له امله ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم د هېواد په کچه په داسې حال کې پر ۱۱۹۹ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو ګواښونه شته چې تېر کال نږدې ۳۵زره ماینونه او ناچاودي توکي له منځه وړل شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالرحمن زاهد نن کابل کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل، دغه وزارت د هېواد په کچه په تېر یوه کال کې ۶۵ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه کړې ده.

هغه وایي، دغه وزارت یو کال کې ۲۰۰۲ حلقې د پرسونل ضد ماینونه، ۶۲۵ حلقې د ټانک ضد ماینونه، ۳۱۰۹ حلقې په لاس جوړ شوي ماینونه او نږدې ۲۹ زره ناچاوده توکي پیدا کړي او په خوندي شکل یې له منځه وړي دي.

زاهد دا هم وویل چې له جګړې پاتې شوو ناکاره توکو له منځه وړلو ټیمونو «CWD» او له جګړې څخه پاتې شوو ناکاره توکو او وسلو له منځه وړلو ټیمونو «WAD» له جګړې پاتې شوي ۲۶۵ ټنه توکي له منځه وړي دي.

زاهد وویل، دغه وزارت تېر کال د پېښو مدیریت، د ماینونو د ګواښ کمولو او د پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې په برخو کې له ملي او نړۍوالو موسسو او مرستندویه هېوادونو سره ۸۷ تړونونه لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه وزارت په ټول هېواد کې د ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکاري، له یو میلیون ډېرو کسانو لپاره د طبیعي او غیرطبیعي پېښو (د ماینونو خطرونو او ناچاوده توکو په اړه) د عامه پوهاوي پروګرامونه پلې کړي دي.

د یاد وزارت د ماینونو تطهیر د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل وویل، په تېر یوه کال کې د ۲۵۲ ناچاودو توکیو د چاودېدو پېښې رامنځه شوي چې له امله یې ۱۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې اوس هم په هېواد کې ۱۱۹۹ کیلومتره مربع ناپاکه سېمې پاتې دي چې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودېدو خطرونه په کې شته دي.

پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي هم وویل، تېر کال د طبیعي پېښو له امله له ۷۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په دغه موده کې شاوخوا ۲۰ زره کورنه په نیمه او یا بشپړه توګه ویجاړ شوي، شاوخوا ۶۸ زره څاروي او نږدې ۱۲۰ زره جریبه زراعتي ځمکې له منځه تللي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په ټول هېواد کې د ولسوالیو تر کچې طبیعي ګواښونه تشخیص کړي او د دې پر بنسټ ۲۰ ولایتونه د سیلاب او څلور ولایتونو د ځمکې ښویېدو له سخت ګواښ سره مخ دي.

نوموړي دغه راز وویل، وروستۍ څیړنې ښیي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې لري او په بامیانو، ډایکندي، بدخشان، غزني، پروان او بغلان ولایتونو کې ځینې سیمې د واورې ښوېدنې له سخت ګواښ سره مخ دي.

رحیمي وویل، دغه وزارت تېر کال د هېواد په کچه ۱۲۰ وقایوي پروژې پلې کړي چې له امله یې د کورنیو ځاني او مالي ژوند، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او هستوګن‌ځایونه خوندي شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه وزارت تېر کال ۲۵ زره ۲۹۳ د زلزلې، سېلاب او واورې ښوېدنې له امله ویجاړ شوي کورونه جوړ او یا ترمیم کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.