قلعهنو (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): د قیصار – لامان حلقوي سړک د څلورمې برخې قیراچونې چارې بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې پیل شوې چې د پیل په مراسمو کې یې د دغه ولایت والي وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغه سړک جوړولو کار ودروي.
د یادونې ده چې د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیمې برخې کار تر نږدې دوه کلني ځنډ وروسته د روان کال د چنګاښ په ۲۵مه بېرته پیل شو.
د قیصار – لامان حلقوي سړک پروژه یوه مهمه ټرانزیټي پروژه او د افعانستان د حلقوي سړ یوه برخه ده چې شمالي ولایتونه د هېواد له لودیځ او سوېل لودیځ ولایتونو سره نښلوي، د دغه سړک کار کلونه وړاندې د نړۍوال بانک په مالې ملاتړ پیل شوی خو بېرته درېدلی و.
د بادغیس والي عبدالصمد جاوېد د دغه سړک د درېیمې برخې کار د پیل په مراسمو کې وویل: «د یاد سړک دغه برخه د غورماچ له ولسوالۍ پیل او ټاکل شوې د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د بالامرغاب ولسوالي پر لوري قیر شي.»
د هغه په خبره، د دغې پروژې کار یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی چې لګښت به یې د غور ولایت د سربو د کان له استخراجه ورکړل شي.
که څه هم هغه د یاد سړک بشپړېدو د مودې په تړاو په ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دوی د دغه پروژې د چارو درولو په اړه هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
د بادغیس والي زیاته کړه: «موږ هڅه کوو څو نورې برخې هم پیل کړو، تو هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د دې پروژې د کار درولو لپاره لاسوهنه کوي او هدف مو خلکو ته خدمت کول دي.»
بلخوا، د باغیس د غورماچ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم د حلقوي سړک د پخولو کار له پیله هرکلی کوي.
د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدسرور له پژواک سره مرکه کې وویل، دا مهال دوی د لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
دهغه زیاته کړه چې ځینې وخت یې ناروغان مرکز ته د لېږد پر مهال د لارې خرابوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت باید هڅه وکړي څو دغه لار په معیاري بڼه قیر کړي او تر بشپړېدو مخکي یې د چارو درېدو مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «اوس زموږ سړک ډېر خراب دی، هر وخت چې د ولایت مرکز ته ځو، باید ۱۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړو، غوښتنه مو دا ده چې د دغې لارې کار بشپړ شي.»
د غورماچ ولسوالۍ بل اوسېدونکی معاذالله هم د حلقوي سړک د قیراچونې کار له پیله خوښي څرګندوي.
هغه د یادې پروژې د کار درېدو او نه بشپړېدو پهتړاو اندېښمن دی او وايي، باید د دې پروژې د بشپړېدو په برخه کې هڅې وشي.
هغه وویل: «ډېر خوشحاله یو چې د دې پروژې چارې پیل شوې او باید کار یې ونه درول شي، اوس مهال موږ خوراکي او غیرخوراکي توکې په ډېره لوړه بیه اخلو، خو کله چې سړک جوړ شي ارزاني کېږي هم.»
د قیصار – لامان حلقوي سړک ۲۳۳ اوږد دی چې د هېواد لودیځه حوزه له شمالي حوزې سره نښلوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP