ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر ناستې؛ امریکا: کابل د نشه‌یي توکو مخنیوي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پرمختګونه کړي

د قطر ناستې؛ امریکا: کابل د نشه‌یي توکو مخنیوي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پرمختګونه کړي

author avatar
1 Aug 2023 - 03:22
د قطر ناستې؛ امریکا: کابل د نشه‌یي توکو مخنیوي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پرمختګونه کړي
author avatar
1 Aug 2023 - 03:22

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت له پلاوي سره د قطر په دوه ورځنیو خبرو اترو کې د بشري حقونو پر محدودیتونو اندېښنه وښودل شوه او دغه راز د امنیت، نشه‌یي توکو او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو یادونه هم وشوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په لسمه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زمري په اتمه او نهمه (د جولای ۳۰ او ۳۱مه) په قطر کې د امریکا او افغانستان سرپرست حکومت د پلاوو ترمنځ ناستې وشوې.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ، د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د دغه هېواد استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر د امریکایي پلاوي مشري کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی پلاوی د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو، تکنوکراتانو او مسلکي کسانو سره خبرې وکړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی پلاوي هغه موضوعات په ګوته کړل چې ورسره د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدای شي.

د سرچینې په وینا، امریکایي پلاوي په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په اړه خپلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د بشري مرستو رسولو لپاره باید د مرستندویه ټولنو او ملګرو ملتونو له ادارو ملاتړ وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي له سرپرست حکومته وغوښتل څو هغه پالیسۍ بېرته واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت خرابېدو لامل شوې دي.

دغه راز امریکایي پلاوي د رسنیو او مذهبي ازادیو برخو پر لګول شوو محدودیتونو هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

سرچینې ویلي چې د افغانانو د حقونو درناوی باید وشي او هغوی د غوښتنو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي د افغانستان د مرکزي بانک او مالیې وزارت له پلاوي سره هم ولیدل او ورسره یې پر اقتصادي وضعیت او هغو ننګونو خبرې وکړې چې د افغانستان بانکي سکټور ورسره مخ دی.

سرچینې زیاته کړې چې امریکایي پلاوي د هغو پرمختګونو یادونه وکړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د انفلاسیون کچه ټیته، صادرات او واردات زیات شوي دي.

امریکا ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات لپاره له کابل سره خبرو اترو ته ادامه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي د کابل د هغو ژمنو تایید او یادونه وکړه چې هيچا ته به اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد وکاروي.

دغه راز دواړو لورو د امنیتي ژمنو پر عملي کولو هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پلاوي یې تایید کړه چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې د لویو بریدونو مخه نیول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي د کابل له خوا د نیول شوي امریکایي وګړي د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه وشوه او ویې ویل چې دا ډول کړنې د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.

دغه راز امریکایي پلاوي د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې د پام وړ کموالی په کې راغلی دی.

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له امریکایي پلاوي سره په دې ناستو کې د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد جوړونې، په دې لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، د تورو لېستونو او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، د نشه‌یي خلاف د مبارزې او بشري حقونو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار وکړ، د اعتماد جوړونې لپاره مهمه ده چې تور او جايزه لېستونه پورته او بانکي زېرمې خلاصې شي څو افغانان له بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د قطر ناستې به د افغانستان په تړاو د دوی د تګلارې بدلېدو او یا پر رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.