ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ناسمو روغتیايي خدمتونو د خلکو شکایت؛ ننګرهار کې د جواز نه لرونکو روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو فعاليت بندېږي

له ناسمو روغتیايي خدمتونو د خلکو شکایت؛ ننګرهار کې د جواز نه لرونکو روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو فعاليت بندېږي

author avatar
1 Aug 2023 - 11:45
له ناسمو روغتیايي خدمتونو د خلکو شکایت؛ ننګرهار کې د جواز نه لرونکو روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو فعاليت بندېږي
author avatar
1 Aug 2023 - 11:45

جلال‌اباد (پژواک، ١٠ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې يې د هغو غيرمسلکي ډاکټرانو او ناراجسټر روغتيايي مرکزونو د فعاليت مخنيوي لړۍ پیل کړې چې خلکو يې په اړه شکايتونه درلودل.

بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم شکایت کوي چې اوسمهال په ښار او ولسوالیو کې غیرمسلکي ډاکټران او روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي چې خلکو ته د ګټې پر ځاى زیان ډېر دی.

خو روغتیایي چارواکي وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی چې د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې ګڼ شمېر هغه روغتیایي مرکزونه تړلي چې جوازونه یې نه درلودل او فعالیت یې غیرقانوني و.

د اړوندې موضوع په اړه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي الفت‌الله پژواک ته وويل، د عامې روغتيا رياست د نه څار له امله په جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې غيرمسلکي کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمينه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په ځینو سیمو کې زیاتره ډاکتران مسلکي نه دي، پر خپل سر يې له جواز پرته کتنځایونه جوړې کړي دي.

هغه وايي: «دغه ډول ډاکټران چې درس يې نه وي ويلى او د حکومت پر وړاندې هم مسووليت نه لري، خلکو ته د ګټې پر ځاى تاوان رسوي، حکومت يې بايد د فعاليت مخه ونيسي.»

ځیني نور بیا له روغتیایي چارواکو غوښتنه کوي چې په ښار او ولسوالیو کې دې پر درملتونونو او شخصي روغتیایي مرکزونو څار ډېر کړي څو د بې‌کیفیته درملو د پېر او پلور مخنیوی وشي.

د جلال‌اباد ښار یو اوسېدونکی ګل‌محمد وايي، د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوې چې بې‌وزله ناروغان یې د پېرلو توان هم نه لري.

هغه زياته کړه: «که په ښار کې وي او یا کلي کې، دا تاریخ‌تېر درمل خرڅېږي؛ غوښتنه کوو د دې تاریخ تېر درملو مخینوی وکړي؛ ځکه خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان ډېر دی.»

بلخوا د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په ځينو سیمو کې غیرمسلکي ډاکټران او له جواز پرته درملتونونه او روغتيايي مرکزونه فعالیت کوي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکتر محمدرحیم قلندري وايي، د یادې ستونزې هواري لپاره یو ځانګړی کمېسیون فعالیت کوي چې په ښار او ولسوالیو کې یې په ډېر شمېر هغه روغتیایي مرکزونه تړلي چې جوازونه یې نه درلودل او فعالیت یې غیرقانوني و.

نوموړی که څه هم دقيق ارقام نه لري خو وايي، هره مياشت لسګونه روغتيايي مرکزونه، د ډاکټرانو کتنځايونه، درملتونونه، لابراتوارونه او نور روغتيايي مرکزونه چې قانوني جوازونه او اسناد ونه لري، تړل کېږي.

دی وايي، د دې لړۍ په پيلېدو سره اوس ستونزه تر يوه بریده حل شوې خو د بشپړ حل لپاره کمېسيون کار کوي چې ټول د مرکز جلال‌اباد ښار او ولسواليو روغتيايي مرکزونه او کتنځايونه بررسي کړي او خلک له ستونزو خلاص کړي.

د ننګرهار د وګړو شمېر ډېروالی او په دولتي کچه د روغتيايي امکاناتو کمښت د دې سبب کېږي چې په ښار او ولسواليو کې خلک شخصي روغتيايي مرکزونو ته لاړ شي خو ډېر هغه يې غيرمعياري او راجسټر دي.

Views: 262

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.