ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان پلاوي په قزاق _ افغان سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه روان شو

د افغانستان پلاوي په قزاق _ افغان سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه روان شو

author avatar
1 Aug 2023 - 20:29
د افغانستان پلاوي په قزاق _ افغان سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه روان شو
author avatar
1 Aug 2023 - 20:29

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصي سکتور ګډ پلاوی د قزاق _ افغان په سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته روان شو.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې سفر موخه د قزاق- افغان سوداګریز نندارتون پرانیسته، د دواړو هېوادنو د خصوصي سکتور د استازو لیدنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ‏صنعت او د پانګونې د جذبولو په اړه رسمي خبرې اترې دي.

ټاکل شوې په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هېواد له داخل او بهر څخه ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون وکړي او د ۳ ورځو لپاره خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکي نندارې ته وړاندې کړي.

‏په دې سربېره په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ په ۱۶ سکتورونو کې د تړونونو د لاسلیک مراسم د ياد هېواد په پلازمېنه آستانه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

[/restrict]

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.