کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي اداره وایي، افغانستان کې دا مهال ۵۸ کارخونې ۵۵۰ قلمه درمل تولیدوي خو بیا هم تېر کال هېواد ته د نږدې ۷۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
دغه څرګندونې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن (شنبه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وکړې.
هغه وویل چې له ۱۴۰۰ لمریز کال مخکې کې هېواد ته ۹۰ سلنه درمل په قاچاقي او لس سلنه په قانوني ډول راوړل کېدل.
نوموړي زیاته کړه، له یاد کال وروسته هېواد ته د درملو ۷۰ سلنه قاچاق مخه نيول شوې خو ۳۰ سلنه قاچاق اوس هم کېږي چې دوی يې د مخنيوي لپاره هڅې کوي.
عمر وویل، د درملو له اړخه د افغانستان کلنی لګښت یو میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېږي او دا مهال د ټول هېواد په کچه ۵۸ د درملو د تولید په برخه کې فعالې کارخونې شته چې ۵۵۰ قلمه درمل تولیدوي او د یادو درملو له جملې ۱۵ قلمه داسې درمل دي چې له نورو هېوادونو یې واردول بند دي.
هغه زیاتوي، تېر کال د ۷۶۷ میلیون او ۷۴۴ زره امریکایي دالرو په ارزښت ۲۱۵۰۴ قلمه درمل هېواد ته له پاکستان، ایران، هندوستان، چین، ترکیې او بنګلهډېش هېوادونو وارد شوي دي.
د هغه په وینا، تېر کال د خوړو، درملو او د څښاک اوبو ۵۲۰۹۹ نمونې د کیفیت او کنټرول لابراتوارونو ریاست له لوري ازمایل شوې چې له ډلې یې ۴۶۱ قلمه نمونې منفي او ۸۱۲ قلمه یې د بېلابېلو دلایلو له امله د یاد ریاست له لوري مسترد شوې دي.
د هغه په خبره، دا مهال د هېواد په پنځو زونونو (کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د درملو او خوړو کیفیت معلومولو لپاره پنځه لابراتوارونه فعال دي.
په غونډه کې د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې او پلټنې رییس ډاکټر سید مومن خان فدایي وویل، تېر کال کابل ښار کې له ۴۵۳۶ درملتونونو څارنه کړې چې له دې ډلې ۷۷۱ یې مهرلاک شوي، ۱۸۰ ته توصیه شوې او ۱۲۶ نورو ته اخطارلیکونه ورکړل شوي دي.
دی وایي، له تړل شوو درملتونونو یو شمېر یې پر خپل سر فعالیت کاوه او ځینو یې بيا مسلکي کسان نه درلودل، نو ځکه تړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، ځیني درملتونونه چې مسلکي کسان او د فعالیت جواز یې نه درلود، په دایمي ډول تړل شوي، خو هغه په موقت ډول تړل شوي وو چې د اصولو خلاف کار یې کاوه.
د هغه په وینا، تېر کال له درملتونونو څخه ۴۹۲۳ قلمه تاریختېر درمل هم ضبط شوي دي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې معلوماتو له مخې، په تېر يوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ ټنه تاریختېر درمل سوځول شوي او په پام کې ده چې ۵۰ ټنه نور دا ډول درمل هم وسوځول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP