ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ برخه کې ځینو نورو ښځو ته د کار زمینه برابر کړې ده

هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ برخه کې ځینو نورو ښځو ته د کار زمینه برابر کړې ده

author avatar
5 Aug 2023 - 19:32
هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ برخه کې ځینو نورو ښځو ته د کار زمینه برابر کړې ده
author avatar
5 Aug 2023 - 19:32

هرات (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): هرات کې د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستې فرزانې بارکزۍ د خیاطۍ تولیدي مرکز په جوړولو سره ځان او څو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

فرزانه د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه له همدې لارې پیدا کوي او اوسمهال هرات ښار کې د ښځو په یوه سوداګریز مرکز کې د جامو ګنډلو کار کوي.

بارکزۍ چې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته دغه کار پیل کړی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، اته میاشتې مخکې یې د فعالیت جواز اخیستی او اوس د دې خیاطۍ مشري کوي.

هغې وویل: «اته میاشتې کېږي چې د اسلامي امارت له حکومته مې د فعالیت جواز اخیستی او اوس په دغه مارکېټ کې د خیاطۍ کارخونه لرم، ۸ نورې ښځې هم راسره کار کوي او د خپلې کورنۍ لګښتونه د همدې خیاطۍ له لارې پوره کوم.»

فرزانه چې د خپلې خیاطۍ او کاروبار څخه خوښه ښکاري او له دې لارې د میاشتې تر ۳۰زره افغانۍ ترلاسه کوي، له حکومته غواړي چې د دې او په شان یې د نورو ښځو داخلي تولیداتو ته د صادرېدو زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه، که بهرته د صنعتي او لاسي محصولاتو د صادرولو زمینه برابره شي، نو د ښځینه سوداګرو کار به وغوړیږي چې په دې سره به وتوانیږي خپل کاروبار پراخ او لسګونه نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

په ورته مهال، د فرزانې په خیاطۍ کې پر کار بوختې ښځې هم خوښې دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې خو ټینګار کوي چې حکومت دې د ښځو کار پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي، بلکه له دوی ملاتړ وکړي څو سوداګرۍ یې وغوړیږي.

د جامو ګنډلو دغې تولیدي کارګاه یوه کارکوونکې شمسي‌زاد پژواک ته وویل، اوسمهال د خپلې کورنۍ لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

هغې زیاته کړه، که ښځو ته د کار زمینه برابره شي؛ کولای شي د خپلو کورنیو له نارینه‌وو سره د ورځنیو لګښتونو پوره کولو کې مرسته وکړي.

نوموړې وویل، که څه ‌هم په افغانستان کې نارینه‌وو ته هم په سمه توګه د کار زمینه برابره نده، خو که ښځو او نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره شي، نو مېرمن کولای شي له خپل خاوند سره یو ځای د کورنۍ لګښتونو پوره کولو کې برخه واخلي.

بلخوا، د هېواد د لودیځ زون د ښځو سوداګرۍ خونې رییسې دیبا وزیري هم وویل، د ښځو د سوداګرۍ غوړېدو لپاره باید حکومت درېیو برخو ته پامرلنه وکړي.

هغه ټینګار کوي چې حکومت باید د نندارتونونو جوړولو، د بازار موندنې پروګرامونو پر لاره اچولو، د وارداتو بندېدو او داخلي صادراتو زیاتېدو برخو کې پاملرنه وکړي څو په هېواد، په ځانګړې توګه هرات کې د ښځو سوداګرۍ لا وده وکړي.

دغه راز، د هرات سیمه‌ییزه اداره هم له سوداګرو مېرمنو د ملاتړ خبره کوي او وايي، د ښځو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې برخه کې یې ځینې کارونه کړي دي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس وايي، د دغه ولایت د ځايي ادارې په ملاتړ یې هرات کې د ښځو د محصولاتو ودې لپاره څو کوچني او لوی نندارتونونه جوړ کړي او دم‌ګړۍ ښځې په څو مارکېټونو کې له کوم خنډ پرته خپلو سوداګریز فعالیتونه کوي.

د یادونې ده، په تېرو دوو کلونو کې هرات کې د خیاطۍ زده‌کړې او جامو د تولید څو مرکزونه جوړ شوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته په دغه ولایت کې ډېرو نجونو او ښځو د خیاطۍ زده‌کولو ته مخه کړې او دغه کار په هرات کې سلګونو نجونو ته د کارِ زمینې برابرېدو لامل شوی دی.

Views: 160

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.