[restrict paid="true"]
خوستښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): خوست کې ځایي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خيرات يوه پروګرام شاوخوا ۲۰۰ ګډونوال مسموم شوي دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز د زمري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته د دغه خبر د تاييد ترڅنګ وويل چې دغه پېښه نن مازديګر د ځاځي ميدان ولسوالۍ د الګاډې سيمې د سټکيو په کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان د خیرات ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.
د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، داسې ښکاري چې د خيرات ډوډۍ ته کوم چا زهر اچولي وي.
ګربز وایي، مسموم شوي کسان د خوست مرکز ترڅنګ د بېلابېلو ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونو ته لېږدول شوي دی.
د امنیه قوماندان ویاند وویل چې د دغو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د طاهر عظيمي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد بيا پژواک اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان مسموم شوي.
هغه د ځينو کسانو روغتيايي حالت يو څه د اندېښنې وړ وښود.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP