غزنيښار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د غزني سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ په میري سیمه کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسولو یادې دوه شبکې د ډاکار موسسې له خوا د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د دغو شبکو په جوړېدو سره څه باندې ۳۵۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
په ورته وخت کې د میري سیمې خلک د یادو پروژو پر بشپړېدو خوښي ښيي، له حکومته او مرستندویو بنسټونو غواړي چې په سیمه کې دې دغسې نورې پروژې هم پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP