ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې مالداران د څارویو خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

جوزجان کې مالداران د څارویو خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

author avatar
9 Aug 2023 - 19:09
جوزجان کې مالداران د څارویو خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي
author avatar
9 Aug 2023 - 19:09

شبرغان (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالله انصار وايي، تېر ژمی د یخنۍ او په څرځایونو کې د څارویو لپاره د خوراکي توکو نشتوالي له امله، په دغه ولایت کې ۳۴ زره څاروي له منځه تللي وو.

هغه وویل، دا مهال په جوزجان ولایت کې ۱۲۹ زره ۶۵۸ څاروي موجود دي.

انصار وویل، د وروستیو درېیو کلونو وچکالیو او د څارویو خوراکي توکو ته نه لاسرسي، دوی له ستونزو سره مخ کړي او څاروي‌لرونکو په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا خپل ۸۰ سلنه څاروي له لاسه ورکړي دي.

د کرنې رییس څرګنده کړه چې که له څاروي‌لرونکو سره د دوی د مالونو خوراکي توکو برخه کې مرسته ونه شي، ښايي تر یو میلیون ډېر څاروي تلف شي.

د جوزجان ولایت یو مالدار محمدنبي وايي چې په څرځایونو کې د وښو نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «ما څه باندې زر پسونه درلودل چې د تېرو درېیو کلونو د وچکالیو له امله لږ تر لږه ۶۰۰ یې له منځه تللي او اوس شاوخو ۵۰۰ پسونه ترې پاتې دي.»

نبي وویل، که مرسته ورسره ونه شي، ښايي پاتې پسونه یې هم تلف شي.

بل مالدار قدوس وویل، د وچکالۍ له وېرې او د دې لپاره چې څاروي یې مړه نه شي، د سرپل ولایت کوهستانات ته یې لېږدولي دي.

هغه وویل، د یخنۍ موسم تر راسېدو خپل څاروي د سرپل په کوهستانات کې ساتي خو په ژمي کې بیا نه شي کولای خپل پسونه هلته وساتي.

قدوس زیاته کړه: «که دولت له موږ سره مرسته ونه کړي، نو کله چې له کوهستانات خپل څاروي راولم، هیڅ ډول خوراکي توکي ورته نه لرم.»

خو د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې رییس وايي، دوی له کرنې وزارته د څارویو لپاره د ۱۰ زره مټریک ټنه خوراکي توکو او ۱۰۰ زره مټریک ټنه وښو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د څارویو لپاره د یادو خوراکي توکو په رسېدو سره به د مالدارانو ستونزې هوارې شي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.