ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ۵۰۰ کیلوګرام ومان کشف او سوځول شوي

فراه کې ۵۰۰ کیلوګرام ومان کشف او سوځول شوي

author avatar
9 Aug 2023 - 14:25
فراه کې ۵۰۰ کیلوګرام ومان کشف او سوځول شوي
author avatar
9 Aug 2023 - 14:25

فراه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵۰۰ کیلوګرامه ومان کشف او سوځولي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د پرچمن ولسوالۍ د «اولیمه» سیمې په یوه غره کې پنځه سوه کیلوګرامه ومان نیولي او سوځولي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ومان د ځینو کسانو له خوا په یوه غره کې راټول شوي و او غوښتل يې چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې د استفادې په موخه یې بل ځای ته انتقال کړي چې امنیتي ځواکونو نیولي له منځه يې وړي دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو موادو په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

د یادونې ده، ومان یو ډول بوټی دی چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.