کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې ایراني او په بهر کې مېشت افغان پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د ډبرو سکرو او نورو کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
یاد وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور تېره ورځ له ایراني او په بهر کې ميشت افغان پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
سرچینه زیاتوي، په لیدنه کې ایراني او بهر کې مېشت افغان پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو او نورو کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
سرچینې ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه پانګوالو سره د کان کیندنې د طرزالعمل او قوانینو مطابق د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز وړمه ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي وو چې روسي سوداګرو په افغانستان کې د برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن