ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان لوبغاړو تېر کال په نړۍوالو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ترلاسه کړي

افغان لوبغاړو تېر کال په نړۍوالو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ترلاسه کړي

author avatar
12 Aug 2023 - 15:59
افغان لوبغاړو تېر کال په نړۍوالو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ترلاسه کړي
author avatar
12 Aug 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټې مسوولین وایي چې تېر کال افغان ورزشکارانو په ۴۹ نړۍوالو بېلابېلو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ترلاسه کړي دي.

دغه څرګندونې د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی رییس عبدالودود حقاني د زمري په ۲۱مه، په کابل کې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.

هغه وویل، د تېر یوه کال په اوږدو کې په کابل او ولایتونو کې ۳۵۸۶ رسمي، مناسباتي او تشویقي بېلابېلې ورزشي سیالۍ تر سره شوې دي.

نوموړی وایي، افغان ورزشکارانو تېر کال (١٤٠١) کې په ۴۹ نړۍوالو بېلابېلو سیالیو کې ګډون کړی چې دوه د سروزرو، لس د سپین زرو او لس د برونزو مډالونه یې ترلاسه کړي دي.

هغه وایي چې تېر کال د کابل ولایت لپاره ورزشی ریاست تشکیل شوى او هم د عمومی ریاست په چوکاټ کې د ټول شموله ورزشونو او د دودیزو او محلي ورزشونو پراختیا په نومونو دوه نوي امریتونه رامنځته شوي دي.

نوموړی وایي، تېرکال ۳۷ فدراسیونونو ملي سیالۍ ترسره کړي خو ۱۳ فدراسیونونو بیا د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدل چې ورزشکارانو ته سیالۍ برابرې کړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ریاست‌الورزاء د ورزشکارانو د حق الزحمې په برخه کې ورسره ژمنه کړې او ور به یې کړي.

په دې غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومی ریاست ویاند الله‌محمد اتل مشواڼې وویل چې د چارو ادارې په تېر کال له دوى سره په ۲۷ ولایتونو کې د جمنازیمونه سپارلو ژمنه کړې وه.

خو هغه زیاتوي چې د یادو جمنازیمونو له ډلې اووه په کندهار، ننګرهار، بلخ، تخار، غور، پکتیا او کونړ ولايتونو کې دوى ته سپارل شوي او پاتې نور به يې سږ کال ورته وسپارل شي.

هغه وایي، تېر کال د دغې ادارې له لوري په کابل او ولایتونو کې د ۲۴ بېلابیلو ساختماني پروژو چارې ترسره شوي دي.

نوموړی وایي، دغه کمېټه روان کال پلان لري چې له ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان، چین، قزاقستان او هندوستان هېوادونو له ورزشي ادارو او وزارتونو سره د ورزش په برخه کې دوه اړخیزه هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

هغه وويل چې د روان کال په اوږدو کې د حضوري چمن په ګډون به پنځه ساختماني او د بیارغونې پروژو د جوړلو چارې عملي شي.

د یادونې ده، وړم کال افغان لوبغاړو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ۱۴ مډالونه تر لاسه کړي وو چې یو یې د سروزرو، درې د سپینو زرو او پاتې نور يې د برونزو وو.

Views: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.