ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
12 Aug 2023 - 13:37
میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
12 Aug 2023 - 13:37

میدان‌ښار (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): میدان‌وردګو کې مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د کوچیانو د یوه ټراکتور چپه کېدو پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت پېښو ته د رسېدنې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.