Language

د جاپان سفیر: سرپرست حکومت دې افغانستان کې د ثبات لپاره د ښځو ملاتړ وکړي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د جاپان سفیر اوکادا تاکاشي ویلي چې د اسلامي امارت ځيني چارواکو له نړۍوالې ټولنې سره د ښو اړیکو لپاره د ښځو پر وړاندې له نرم سیاسته کار اخلي او دا د دوی د بدلون ښکارندوی دی.

د جاپان دولتي رسنۍ (ان،اېچ،که) په کابل کې د جاپان د سفیر له قوله راپور ورکړی چې تاکاشي په افغانستان د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې شریکې کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د جاپان سفیر ویلي چې ښځې د ټولنې نیمایي جوړوي او سرپرست حکومت په افغانستان کې د ثبات لپاره د ښځو ملاټر وکړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د اسلامي امارت ځيني چارواکو له نړۍوالو سره د ښو اړیکو لپاره د ښځو پر وړاندې له نرم سیاست کار اخلي او دا د هغوی د تغییر ښکارندوی ده.

login or register a new account.