منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جاپان سفیر: سرپرست حکومت دې افغانستان کې د ثبات لپاره د ښځو ملاتړ وکړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د جاپان سفیر اوکادا تاکاشي ویلي چې د اسلامي امارت ځيني چارواکو له نړۍوالې ټولنې سره د ښو اړیکو لپاره د ښځو پر وړاندې له نرم سیاسته کار اخلي او دا د دوی د بدلون ښکارندوی دی.

د جاپان دولتي رسنۍ (ان،اېچ،که) په کابل کې د جاپان د سفیر له قوله راپور ورکړی چې تاکاشي په افغانستان د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې شریکې کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د جاپان سفیر ویلي چې ښځې د ټولنې نیمایي جوړوي او سرپرست حکومت په افغانستان کې د ثبات لپاره د ښځو ملاټر وکړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د اسلامي امارت ځيني چارواکو له نړۍوالو سره د ښو اړیکو لپاره د ښځو پر وړاندې له نرم سیاست کار اخلي او دا د هغوی د تغییر ښکارندوی ده.

دغه راز د جاپان سفیر ویلي چې په افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته، د دغه هېواد ډېری خلک په دې لټه کې دي چې ژوندي پاتې شي.

د یادونې چې جاپان هم تر اوسه لکه د نورو هېوادونو په څېر د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د دغه هېواد سفارت خپل فعالیت په ۲۰۲۲ کال پیل کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized