کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): امر بالمعروف وزارت وايي چې د ودونو هوټلونو مسوولینو ته د موسیقي بندولو ویل شوي خو په دې برخه کې نه څوک وهل شوي او نه چا ته سپکاوى شوى او ترڅنګ يې د پارکونو مسوولينو ته ځينې توصيې شوې که عملي يې نه کړي پارکونه به يې وتړل شي.
دغه څرګندونې د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اوريدو وزارت ویاند محمدصادق عاکف نن د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.
هغه وایي، په هېواد کې یې د ودونو هوټلونو مسوولینو ته د موسیقي بندولو ویل شوي خو په دې برخه کې نه څوک وهل شوي او نه هم چا ته سپکاوى شوى دى.
نوموړي دا هم وویل، د ږیرې نه خرېیلو او په ږیره کې د خط نه اچولو په اړه يوازې سلمانیو ته توصیه شوې؛ ځکه دا د وزارت دنده ده چې په ټولنه کې د منکرانو مخه ونيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP