منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امر بالمعروف وزارت: پارکونه به د شوو توصیو نه عملي کېدو په صورت کې وتړل شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): امر بالمعروف وزارت وايي چې د ودونو هوټلونو مسوولینو ته د موسیقي بندولو ویل شوي خو په دې برخه کې نه څوک وهل شوي او نه چا ته سپکاوى شوى او ترڅنګ يې د پارکونو مسوولينو ته ځينې توصيې شوې که عملي يې نه کړي پارکونه به يې وتړل شي.

دغه څرګندونې د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اوريدو وزارت ویاند محمدصادق عاکف نن د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.

هغه وایي، په هېواد کې یې د ودونو هوټلونو مسوولینو ته د موسیقي بندولو ویل شوي خو په دې برخه کې نه څوک وهل شوي او نه هم چا ته سپکاوى شوى دى.

نوموړي دا هم وویل، د ږیرې نه خرېیلو او په ږیره کې د خط نه اچولو په اړه يوازې سلمانیو ته توصیه شوې؛ ځکه دا د وزارت دنده ده چې په ټولنه کې د منکرانو مخه ونيسي.

عاکف وویل: «د تفریحي پارکونو مسوولینو ته مو د ښځو او نارينه وو لپاره د ځایونو بېلولو ويلي، ورځې مو ورته جدا کړې، تر اخره حد پورې مو دوی سره کوښښ وکړ چې زموږ د وروڼو سربېره زموږ خویندې هم پارک ته د تفریح لپاره لاړې شي، خو بدبختانه زموږ په ټولنه کې داسې دی چې څه ورته ویل کېږي، بابېزه یې اخلي.»

هغه وويل، که چېرې د پارکونو مسوولين پورتنۍ توصيې په پام کې ونه نيسي، د تړل کېدو پرېکړه به یې وشي.

نوموړی دا هم وایي چې تېر کال ۵۷۰ هغه کسان چې عمرونه یې کم وو، د اسلامي امارت له ليکو ایستل شوي او د زده‌کړو لپاره مدرسو ته معرفي شوي دي.

دی وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۰ زره او  ۸۷۵ شکایتونه ورته رسېدلي چې له ډلې يې ۷ زره او  ۹۱۵ ته رسېدنه شوې او ۱۶۶۹ تر تعقیب او تحقیق لاندې دي او ۶۰۵ بیا له طرزالعمل سره برابر نه وو.

عاکف په خبره، هغه ښځې چې میراث یې نه ورکول کېږي، کولای شي د میراث حق ترلاسه کولو په موخه د امر بالمعروف وزارت ته عريضه وکړي.

د مسوولينو معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په  ټول هېواد کې د څه باندې ۷۰۰۰ کسانو تشکیل لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست