Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۷۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته ګرځول شوي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، په تېرو لسو ورځو کې له ایرانه وراد شوي ۷۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.

د سټنډرډ ملي اداره (انسا) نن (چهارشنبه، د زمري ۲۵مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې له ایرانه وارد شوي ۷۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه د ۷۸ میل بندر له لارې بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

سرچینه وایي، په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې د بې‌کیفیته تېلو واراتو مخنیوي برخه کې جدي عملي ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۱۱مه هم له ایرانه ۱۷ ټانکره بې‌کیفیته تېل راوارد شوي وو چې بېرته د نیمروز او فراه ولایتونو له لارې دغه هېواد ته وګرځول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.